خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
February 19, 2025 at 09:18 AM
*خوست: امنیتي ځواکونو زرګونه دانې نشه ورکوونکې ګولۍ او بېلا بېل نشه یي مواد نیولي دي.*
د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو دوو اونیو په اوږدو کې د دغه ولایت په مرکز، ګربزو او تڼیو ولسوالیو کې بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په په پایله کې یې ۱۴ کسان د ۶زره نشه وارو ګولیو سربېره، یو کیلو شیشه، یو اندازه چرسو، هیرویینو او تریاکو سره یو ځای نیولي دي.
نیول شویو کسانو په لومړنیو اظهاراتو کې خپل جرمونه منلي او له خپلو دوسیو سره یو ځای اړوندو ارګانونو ته تسلیم شوي دي.
*خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*
❤️
👍
2