خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
February 24, 2025 at 08:43 AM
*یو عراده غلا شوی موټر د نیم سات په جریان کې بېرته د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ولوېد.* د خوست امنیه قومندانۍاړوند د اولې حوزې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو او د لویې لارې کنډک سرتېرو تېره ورځ د هغه سراچه ډوله موټر په اړه چې له خوست ښار څخه غلا شوی و، له اطلاع سره سم چټک او بریالي اجراات ترسره کړل، چې په نتیجه کې یې د نيم ساعت په موده کې موټر د غلو له منګولو وژغورل شو. ياد موټر تېره ورځ يکشنبه د برق رياست شاوخوا ساحې څخه تښتول شوى و؛ د امنيتي پوليسو د چټکو عملياتو په ترڅ کې د تخته بيکې ساحه کې د غلو له منګٶلو ترلاسه شو. د يادې پيښې عاملینو له سیمې فرار کړی خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي او ژر ده چې ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. دغه راز ژغورل شوى موټر نن دوشنبه د اولې حوﺯې امر مولوي عقل جان عثماني په لاسونو خپل مالک ته وسپارل شو. *خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*
❤️ 👍 6

Comments