خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
February 24, 2025 at 04:01 PM
*امنیه قومندان د ډاکټرانو اتحادیې مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.*
د خوست امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالله حماد د خوست ولایت د ډاکټرانو اتحادیې مسؤلینو سره د یو لړ موضوعاتو په موخه لیدنه ترسره کړه.
راغلو یو شمېر ډاکټرانو په خوست ولایت کې د شته امنیتي ثبات او ټولنیز خوندیتوب د تامین په موخه له امنیه قومندان او اړوندو مسؤلینو مننه وکړه.
امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد راغلو ډاکټرانو ته ښه راغلاست ووایه او ډاکټران یې د ټولنې روح او ارزښتمن قشر یاد کړ.
امنیه قوماندان د نشه کوونکو ګولیو او شربتونو د مخنیوي په برخه کې د ځایي ډاکټرانو او درمل پلورونکو څخه د تېر په څېر د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي حماد وویل، چې د ډاکټرانو خوندیتوب او درناوي ته ژمن دی او په دې برخه کې یې راغلو ډاکټرانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورته مهال امنیه قومندان د خپلو خبرو پر دوام ټولنه کې د ځوانو نجونو او هلکانو د ځان وژنې پيښو ته په اشارې وويل، چې ياد عمل په شرعي لحاظ حرام دى او د دغو پېښو مخنیوي کې یې د ډاکټرانو رول مهم یاد کړ.
*خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*