روزګان امنیه قومنداني   Urozgan Police Hq
روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
February 11, 2025 at 09:30 AM
*د امنیې قومندانۍ د ټولۍ قرارګاه منسوبینو ته پیل سوی سیمینار پای ته ورسېد* د روزګان امنیه قومندانۍ اړوند د تعليمی تربیې مدیریت له لوري د یادې امنیې قومندانۍ د ټولۍ قرارګاه امنېتی منسوبینو ته پیل سوی اوه ورځنی سیمینار پای ورسېد. د یاد سمینار د پای ته رسېدو په مناسبت جوړه سوې غونډه کي امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق خادم صاحب، اداری معاون الحاج ملا عتیق الله ناظم صاحب، د ټولۍ قرارګاه قومندان ملا عبدالطیف حنظله صاحب، د تعلیم او تربيې مدیریت مدیر مولوي محمد قاسم فرقاني صاحب او د اوپراسیون مدیر حاجي مسافر صاحب ګډون کړی و. په یاد سیمینار کي امنېتي مجاهدینو ته د نظم او ډسپلین، امنیتي چیک پاینټونو، امنیتي ټاورانو او پلټونکو عملیاتو اړوند د ظرفیت لوړونې منظم درسونه ورکول سول. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* تاریخ: ١٢_شعبان_١٤٤٦

Comments