
روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
23 subscribers
About روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
د روزګان امنیه قومندانۍ واټسف چېنل ته ښه راغلاست. په درنښت روزګان ا.ق مطبوعاتي دفتر
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*نن د روزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د جمعې مبارکې ورځې* *لمونځونه د امن په فضا کې ترسره سول.* *الحمدلله هیڅ ډول امنیتي او سیاسي پېښه نه لرو!* *د ښار پر مهمو نقطو او هغو مساجدو باندي چې د جمعې د* *ورځې لمونځونه پکښې اداکېږي امنیتي مجاهدین ګمارل سوي دي.* په درنښت *الحاج مولوي محمد رفیق خادم* *د روزګان ولایت امنیه قومندان* تاریخ: ١_ شعبان_١٤٤٦

*د امنیې قومندانۍ د ټولۍ قرارګاه منسوبینو ته پیل سوی سیمینار پای ته ورسېد* د روزګان امنیه قومندانۍ اړوند د تعليمی تربیې مدیریت له لوري د یادې امنیې قومندانۍ د ټولۍ قرارګاه امنېتی منسوبینو ته پیل سوی اوه ورځنی سیمینار پای ورسېد. د یاد سمینار د پای ته رسېدو په مناسبت جوړه سوې غونډه کي امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق خادم صاحب، اداری معاون الحاج ملا عتیق الله ناظم صاحب، د ټولۍ قرارګاه قومندان ملا عبدالطیف حنظله صاحب، د تعلیم او تربيې مدیریت مدیر مولوي محمد قاسم فرقاني صاحب او د اوپراسیون مدیر حاجي مسافر صاحب ګډون کړی و. په یاد سیمینار کي امنېتي مجاهدینو ته د نظم او ډسپلین، امنیتي چیک پاینټونو، امنیتي ټاورانو او پلټونکو عملیاتو اړوند د ظرفیت لوړونې منظم درسونه ورکول سول. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* تاریخ: ١٢_شعبان_١٤٤٦

*نن د روزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د جمعې مبارکې ورځې* *لمونځونه د امن په فضا کې ترسره سول.* *الحمدلله هیڅ ډول امنیتي او سیاسي پېښه نه لرو!* *د ښار پر مهمو نقطو او هغو مساجدو باندي چې د جمعې د* *ورځې لمونځونه پکښې اداکېږي امنیتي مجاهدین ګمارل سوي دي.* په درنښت *الحاج مولوي محمد رفیق خادم* *د روزګان ولایت امنیه قومندان* تاریخ: ١٥_ شعبان_١٤٤٦

*د مخابرې مدیریت او تعلیم تربیې مدیریت له لوري پیل سوی سیمینار پای ته ورسېد.* د روزګان ولایت د امنیې قومندانۍ اړوند د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوجۍ مدیریت او تعلیم تربیې مدیریت له لوري پیل سوی ١٥ ورځنی سیمینار په داسي حال کي پای ته ورسېد، چي د اختتام په مراسمو کي یې امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق خادم صاحب، اداري معاون الحاج ملا عتیق الله حاجي ناظم صاحب، د تعلیم تربیې مدیریت مدیر مولوي محمد قاسم فرقاني او د مخابرې مدیریت مدیر مولوي محمد نسیم آغا قریشي ګډون درلود. په یاد سیمینار کي د ولسوالیو د امنیه قومندانیو، مرکزي امنیتي حوزو او کنډکونو د مخابرې آمریت منسوبینو ګډون کړی و او په یاد سیمینار کي د مخابرې منسوبینو ته د مخابروي سیسټم او راپور په برخه کي د لا مسلکيتوب او ظرفیت لوړونې اړوند روزنه ورکول سوه. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* *تاریخ: ١٦_شعبان_١٤٤٦*

*د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو دوه عرادې غلا سوي وسایط تر لاسه کړل.* د روزګان ولایت د امنیې قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امنیتي پولیسو په مرکز ترینکوټ کي تر یو لړ تعقیبي عملیاتو وروسته دوه عرادې غلا سوي وسایط وروسته له هغه ترلاسه کړي چي څه موده مخکي غلا سوي وه. یاد وسایط چي یو یې له مرکز ترینکوټ او یو یې له دهراؤد ولسوالۍ څخه غلا سوي وه د لومړي امنیتي حوزې پولیسو تر تعقیبي عملیاتو وروسته ترلاسه کړل، او د یادو وسایطو د غلا په تړاو یې تورن کسان هم نیولي دي چي تر پوښتنو وروسته به اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* تاریخ: ٢٠_شعبان_١٤٤٦

*نن د روزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د جمعې مبارکې ورځې* *لمونځونه د امن په فضا کې ترسره سول.* *الحمدلله هیڅ ډول امنیتي او سیاسي پېښه نه لرو!* *د ښار پر مهمو نقطو او هغو مساجدو باندي چې د جمعې د* *ورځې لمونځونه پکښې اداکېږي امنیتي مجاهدین ګمارل سوي دي.* په درنښت *الحاج مولوي محمد رفیق خادم* *د روزګان ولایت امنیه قومندان* تاریخ: ٢٢_ شعبان_١٤٤٦

*ګیزاب ولسوالۍ کي د غر* *ښووېدني له امله ٦ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.* د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ اړوند د تالې سیمي په سرمورۍ کلي کي تېره شپه ناوخته د غر ښووېدني پیښه کي د یوې کورنۍ ٦ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی. یاد ٦ تنه چي پکښي نارینه ښځینه او ماشومان شامل دي وروسته له هغه یې خپل ژوند بایللی دی چي د کور اطاقونه یې تر خاورو او تیږو/ډبرو لاندي سوي دي. د پیښي سره سم زموږ امنیتي منسوبین سیمي ته رسېدلي دي او د یادو جسدونو د را ایستلو هڅي یې شروع کړي دي. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* تاریخ: ٢٩_شعبان_١٤٤٦

*نن د روزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د جمعې مبارکې ورځې* *لمونځونه د امن په فضا کې ترسره سول.* *الحمدلله هیڅ ډول امنیتي او سیاسي پېښه نه لرو!* *د ښار پر مهمو نقطو او هغو مساجدو باندي چې د جمعې د* *ورځې لمونځونه پکښې اداکېږي امنیتي مجاهدین ګمارل سوي دي.* په درنښت *الحاج مولوي محمد رفیق خادم* *د روزګان ولایت امنیه قومندان* تاریخ: ٢٩_ شعبان_١٤٤٦