روزګان امنیه قومنداني   Urozgan Police Hq
روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
February 15, 2025 at 11:48 AM
*د مخابرې مدیریت او تعلیم تربیې مدیریت له لوري پیل سوی سیمینار پای ته ورسېد.* د روزګان ولایت د امنیې قومندانۍ اړوند د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوجۍ مدیریت او تعلیم تربیې مدیریت له لوري پیل سوی ١٥ ورځنی سیمینار په داسي حال کي پای ته ورسېد، چي د اختتام په مراسمو کي یې امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق خادم صاحب، اداري معاون الحاج ملا عتیق الله حاجي ناظم صاحب، د تعلیم تربیې مدیریت مدیر مولوي محمد قاسم فرقاني او د مخابرې مدیریت مدیر مولوي محمد نسیم آغا قریشي ګډون درلود. په یاد سیمینار کي د ولسوالیو د امنیه قومندانیو، مرکزي امنیتي حوزو او کنډکونو د مخابرې آمریت منسوبینو ګډون کړی و او په یاد سیمینار کي د مخابرې منسوبینو ته د مخابروي سیسټم او راپور په برخه کي د لا مسلکيتوب او ظرفیت لوړونې اړوند روزنه ورکول سوه. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* *تاریخ: ١٦_شعبان_١٤٤٦*
❤️ 1

Comments