
روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
February 19, 2025 at 06:51 PM
*د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو دوه عرادې غلا سوي وسایط تر لاسه کړل.*
د روزګان ولایت د امنیې قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امنیتي پولیسو په مرکز ترینکوټ کي تر یو لړ تعقیبي عملیاتو وروسته دوه عرادې غلا سوي وسایط وروسته له هغه ترلاسه کړي چي څه موده مخکي غلا سوي وه.
یاد وسایط چي یو یې له مرکز ترینکوټ او یو یې له دهراؤد ولسوالۍ څخه غلا سوي وه د لومړي امنیتي حوزې پولیسو تر تعقیبي عملیاتو وروسته ترلاسه کړل، او د یادو وسایطو د غلا په تړاو یې تورن کسان هم نیولي دي چي تر پوښتنو وروسته به اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي.
*روزګان ا.ق رسنیز دفتر*
تاریخ: ٢٠_شعبان_١٤٤٦