روزګان امنیه قومنداني   Urozgan Police Hq
روزګان امنیه قومنداني Urozgan Police Hq
February 28, 2025 at 10:39 AM
*ګیزاب ولسوالۍ کي د غر* *ښووېدني له امله ٦ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.* د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ اړوند د تالې سیمي په سرمورۍ کلي کي تېره شپه ناوخته د غر ښووېدني پیښه کي د یوې کورنۍ ٦ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی. یاد ٦ تنه چي پکښي نارینه ښځینه او ماشومان شامل دي وروسته له هغه یې خپل ژوند بایللی دی چي د کور اطاقونه یې تر خاورو او تیږو/ډبرو لاندي سوي دي. د پیښي سره سم زموږ امنیتي منسوبین سیمي ته رسېدلي دي او د یادو جسدونو د را ایستلو هڅي یې شروع کړي دي. *روزګان ا.ق رسنیز دفتر* تاریخ: ٢٩_شعبان_١٤٤٦

Comments