
خالد تسل/ Khalid Tasal
January 31, 2025 at 04:49 AM
نعت شریف
اِطمینان، سکون،آرام
دی د هر بلیغ امام
قَول یې جامع بیان
هر وخت پرې درود سلام
رحمتِ عالَم حبیب
نُورِ مُجَسَّم حبیب
نوم یې د خوږلت سبب
زړونو ته مَلهم حبیب
کړه ـ وړه یې دستور،عمل
آباد دی پرې هر محفل
سیرت یې نُبوغ په ژوند
حرف یې د رنځور درمل
خُلُقِ عظیم لري
لقب د زعیم لري
امام او آمین، صادق
صفت د حلیم لري
رحمت اِنس او جٍن لره
هر زمان، مکین لره
رحمت دی د هر جهان
هر قانون ، آئیین لره
لقب د اُمِي لري
نَسَب قریشي لري
سرلښکر ،سالار، امیر
شرف د غازي لري
راز دار د خالق نیازبین ص
زړه دی د قرآن یٰسین
لاثاني جمال لري
ښکلی دی تر هر حسین
هیله او اُمید ، اَرزو
پاته ده پر ډیرو زْړو
خالد تسل هم غواړي
ستاوصال کړۀ پرې پېرزو
خالد تسل
❤️
🌹
👍
💖
16