
خالد تسل/ Khalid Tasal
521 subscribers
About خالد تسل/ Khalid Tasal
سلامونه او نیکې هیلې. د نعتخوانانو د پام وړ زما د هر شعر ویلو څخه مخکې زما سره مستقیم اړیکه ټینګه کړئ تر څو اول که په طرز لیکل سوی وو طرز به درته په ګوته کړم او که بې طرزه وو ډکلومه به درته وکړم بیا یې د ویلو حق لرئ. کنه د ویلو احازه هیڅ چاته نه ورکوم ځکه د هغه تاوان دا وي چې سم شعر په ویلو کې خراب سي. په درنښت ستاسو ورو او ستاسو ملګرې خالد تسل . د خالد تسل د واټساپ شمیره 0749932950
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د دارالعلوم حقانیې د مرستیال مهتمم د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پیغام بسم الله الرحمن الرحیم په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پیښور کې د دارالعلوم حقانیې نایب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني صاحب د ظالمانو په یوه چاودنه کې شهید شوی. انا لله وانا الیه راجعون د افغانستان اسلامي امارت پر مرحوم مولانا صاحب حامدالحق حقاني دغه برید په کلکه غندي؛ د نوموړي شهادت د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بولي او په اړه یې د مولانا صاحب درنې او علمي کورنۍ، شاګردانو او متعلقینو ته تسلیت وایي، نوموړي ته جنة الفردوس، کورني دوستانو او ټول علمي کهول ته جمیل صبر او جزیل اجر غواړي. الله تعالی دې د ظالمانو څخه چې په سیمه کې د حق پرسته علماؤو په ضد فعالیت کوي، د داسې ستر ظلم او جنایت انتقام واخلي او د بیا لپاره دې د ټولو علماء کرامو حفاظت وکړي. آمین یارب العلمین د افغانستان اسلامي امارت ۲۹/۸/۱۴۴۶ھ ق ۱۰/۱۲/۱۴۰۳ھ ش - 2025/2/28م

بیا_توبه_مې_ده. ته مې هدایت کــړۀ ربـه! لارې مستقیـــــــــــمې ته فضــــــــــــل له تا غــــواړم ربه چارې مستقیمې ته لوړو نه د کبـــــــر مې را کوز کړۀ بیا توبــــه مې ده عجز راکړۀ توان راکړۀ هـــــــــــــوارې مستقیمې ته وړی د خواهش سیند یمه اوبو په سر اخیستی یم خاص نظـــــر له تـــا غواړمۀ غاړې مستقـــــیمې ته یو څاڅکې اوبه یې شوې سبـــب د نیکمرغۍ ځکه لږ هڅه رحمت شو ټول ژوند خوارې (۱) مستقیمې اوښکه ګنهګاره په جرګــــــــــــــــه و ګریوانه ته ده لوند ګریـــوان سلګي کړي دې سالارې مستقیمې ته لـــــــــــــپه کې نیولې دی یو ستر آرمان خالد تسل دا کچکول تش مه کړۀ له دې وارې مستقـــیمې ته خالد تسل (۱) مراد د نمرود اور وژلو په پار خپل هڅه کونکی طوطکۍ ده . او بل عبیده صاحب خواهش وکړ ،ویل یې دا څلوریزه پوره کړۀ نو دا دی اوس د څلوریزې پر ځای پوره ستاسو په حضور کې وړاندي کوم؛ دا هم لیک او دا هم تاسو

مناجات عاصي یم په ژوند مې خطا کړې ته مې معاف کړۀ د عفوې په پلمه مې دعا کړې ته مې معاف کړۀ ترکیب د انسانیت کې خو خطا، نسیان اغږلي په هیره ،که په قصد مې ګناه کړې ته مې معاف کړۀ د ژوند له نعمت پورته شکر عقل را پیرزو دی بې ځایه مې له عقل وینا کړې ته مې معاف کړۀ توبه د نصوحا په کړو بدو مې راوړې سلګیو کې مې تاته ژړا کړې ته مې معاف کړۀ چې یو ځای یې وي ذکر ستا له نوم سره رحمانه! په روی د ها حبیب مې صدا کړی ته مې معاف کړۀ د پوهي لوی نعمت چې په خالد تسل پیرزو دی بې لارې پل اخستل مې جفا کړې ته مې معاف کړۀ خالد تسل

رب لري ښکلي اوصاف یو صفت یې دی صمد رب په حال او قال خبر فضل غواړم یې ابد یم طالب د مغفرت کړې ما عاصي ګناه بخښه غواړمه له غفّار دی بخښونکی د حسد روی د خپل نبي وروړم چې ما معاف کړي ذوالجلال چې حبیب دی د رحمان ، دی د عرش په لار بلد د ګناه پر سره ګناه کړم ډیر عاصي یم شرمسار ربه نه غواړم مغفرت په ګناه پښېمان بې حد صرف د خپل عمل به مل یم چې مې پټې شي دوې سترګې نیک عمل به مې رڼا کړې څلور کونجه پراخ لحد لاشریک واحد بالذات دی قادر مطلق بادار دی خالق د جهانو پاچاهي کې یو، احد رب د هر یوه زنده سر د خالد تسل مولا نه شریک لري نه سیال لم یلد ولم یولد خالد تسل

نعت شریف په هر یو دم د درود شبنم د زړه په ګل وريږي سم شیبه شیبه د ورد نغمه په خوله جاري په خوله خوږه د مینې شان دی ډیر بالا د مینې شان دی د ډیر اعظم رحمت حبیب رحمت رحمت زړه ته قریب راحت راحت نوم یې دوا نوم یې شفا تاثیر یې عام په ستر او کم ښکلا د دید او بصیرت د تنهایۍ او د خلوت د ارامښت، ډاډتیا احساس یې خور په لیک او په قلم نادر کلام نادر انداز نازل په زړه د سرفراز قرآن دلیل د محبوبیت حبیب ته ورکړ رب اعلم کوثر امتیاز دی د حضور دا امت ناز دی د حضور ورځ د جزاء کې دی شفیع دی ناز پرور شافع اعم د انبیاوو امامت د صحابوو قیادت کړې امام، قاید، پیشوا فیض یې جاري په هر آدم کړې ارزو یې هر نبي د ګران نبي د امتي اُمت یې ستر تر امتو عظمت لري نبي اکرم د قول خوشبو یې ده جاري د قول خواږه یې لا ثاني قول یې دوا ،شفا، علاج هر ناسور زخم ته مرهم خالد تسل یې امتي دا شرافت شکر لري خالد تسل ته ستا سنت ډیر زیات مطلوب ډیر زیات اهم خالد تسل

مناجات تکل مې د سجدې کړئ په عُجز ربه تا ته سرخَم دي د جهان شاهان وَ رَبِّيَّ الاعلیٰ ته قدیم یې، لاشریک یې او موجود به تر ابد یې مخلوق خو ټول عاجز دی له پناه به ځي بقاء ته د رحم له نسیم نه که دا زړه مې آرام وموند تیار به سي د مرک سفر و هر رنګه ستړیا ته زه مرګ لرم، زه قبر او زه حشر لرم ربه! رحمت دي هر آن غواړم بس بې تا دي نشم تا ته په پټو ،په ښکاره او په وړو، زړو توبه مې ساتلی د قرآن د یوې غونډۍ و دعا ته دروړمه د حبیب عظیم سپیڅلی روی خالقه! شیطان لعین مختور کړۀ ،ستون کړۀ ما کامران عقبا ته خالد تسل یم لوند ګریوان په اوښکو باندې ربه! خالد تسل محتاج یم ستا د فضل و عطا ته خالد تسل

نعت شریف اړتیا د چا د مینې ادب ،درنښت ،احترام؟ ده د آقا د مینې ادب، درنښت ،احترام. اورو کې سوځي زلمي اورونه بل کړي په ځان دغه ریښتیا د مینې ادب ،درنښت ،احترام. لوګی لوګی ګل وجود شي نزرانه حبیب ته بس دا وفا د مینې ادب، درنښت ، احترام. پل ږدي په لار د خبیب رسي تر داره پوري دا تمنا د مینې ادب، درنښت ، احترام. هر محترم یې مخکې عاجز او خوار ښکاریږي دا د سپیڅلتیا د مینې ادب، درنښت ، احترام. خالد تسل ستا غلام، خالد تسل دي مرید دا ملګرتیا د مینې ادب، درنښت ، احترام. خالد تسل

مناجات ستا رحمت ته مې راوړی ګنهګار زړه د غفلت په ګردو خړ ـ پړ ناقرار زړه د بخښنې، آرامښت ،ډاډتیا په تمه ډیر بې سېکه دی ستا در ته په تلوار زړه را زرغون به مې طاعت کې بیا ژوندون سي تیر سو ـ تیر سو بیا خزان مې په بیمار زړه زه وړوکی ، ته باچا د جهانو یې ستا په لار باندې رهي کړۀ زما غدار زړه ستا لوی فضل مې اسره، لار د نجات ده ستا په فضل یې غني کړۀ زَمَا خوار زړه ته مې رب یې! ته مولا! ته مو باچا یې! ته د زړو مالک یې ته مې کړۀ پر لار زړه د خالد تسل د زړه بصیرت ځوان کړۀ ستا د نوم سره یې بیا کړۀ ته عیار زړه خالد تسل

نعت شریف اِطمینان، سکون،آرام دی د هر بلیغ امام قَول یې جامع بیان هر وخت پرې درود سلام رحمتِ عالَم حبیب نُورِ مُجَسَّم حبیب نوم یې د خوږلت سبب زړونو ته مَلهم حبیب کړه ـ وړه یې دستور،عمل آباد دی پرې هر محفل سیرت یې نُبوغ په ژوند حرف یې د رنځور درمل خُلُقِ عظیم لري لقب د زعیم لري امام او آمین، صادق صفت د حلیم لري رحمت اِنس او جٍن لره هر زمان، مکین لره رحمت دی د هر جهان هر قانون ، آئیین لره لقب د اُمِي لري نَسَب قریشي لري سرلښکر ،سالار، امیر شرف د غازي لري راز دار د خالق نیازبین ص زړه دی د قرآن یٰسین لاثاني جمال لري ښکلی دی تر هر حسین هیله او اُمید ، اَرزو پاته ده پر ډیرو زْړو خالد تسل هم غواړي ستاوصال کړۀ پرې پېرزو خالد تسل

بیا توبه مې ده. ته مې هدایت کړۀ ربه لارې مستقیمې ته فضل له تا غواړم ربه چارې مستقیمې ته لوړو نه د کبر مې را کوز کړۀ بیا توبه مې ده عجز راکړۀ توان راکړۀ هوارې مستقیمې ته خالد تسل