خالد تسل/ Khalid Tasal
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 1, 2025 at 12:01 PM
مناجات ستا رحمت ته مې راوړی ګنهګار زړه د غفلت په ګردو خړ ـ پړ ناقرار زړه د بخښنې، آرامښت ،ډاډتیا په تمه ډیر بې سېکه دی ستا در ته په تلوار زړه را زرغون به مې طاعت کې بیا ژوندون سي تیر سو ـ تیر سو بیا خزان مې په بیمار زړه زه وړوکی ، ته باچا د جهانو یې ستا په لار باندې رهي کړۀ زما غدار زړه ستا لوی فضل مې اسره، لار د نجات ده ستا په فضل یې غني کړۀ زَمَا خوار زړه ته مې رب یې! ته مولا! ته مو باچا یې! ته د زړو مالک یې ته مې کړۀ پر لار زړه د خالد تسل د زړه بصیرت ځوان کړۀ ستا د نوم سره یې بیا کړۀ ته عیار زړه خالد تسل
❤️ 12

Comments