خالد تسل/ Khalid Tasal
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 2, 2025 at 06:50 AM
مناجات تکل مې د سجدې کړئ په عُجز ربه تا ته سرخَم دي د جهان شاهان وَ رَبِّيَّ الاعلیٰ ته قدیم یې، لاشریک یې او موجود به تر ابد یې مخلوق خو ټول عاجز دی له پناه به ځي بقاء ته د رحم له نسیم نه که دا زړه مې آرام وموند تیار به سي د مرک سفر و هر رنګه ستړیا ته زه مرګ لرم، زه قبر او زه حشر لرم ربه! رحمت دي هر آن غواړم بس بې تا دي نشم تا ته په پټو ،په ښکاره او په وړو، زړو توبه مې ساتلی د قرآن د یوې غونډۍ و دعا ته دروړمه د حبیب عظیم سپیڅلی روی خالقه! شیطان لعین مختور کړۀ ،ستون کړۀ ما کامران عقبا ته خالد تسل یم لوند ګریوان په اوښکو باندې ربه! خالد تسل محتاج یم ستا د فضل و عطا ته خالد تسل
❤️ 🌹 11

Comments