
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 2, 2025 at 11:15 AM
بیا_توبه_مې_ده.
ته مې هدایت کــړۀ ربـه! لارې مستقیـــــــــــمې ته
فضــــــــــــل له تا غــــواړم ربه چارې مستقیمې ته
لوړو نه د کبـــــــر مې را کوز کړۀ بیا توبــــه مې ده
عجز راکړۀ توان راکړۀ هـــــــــــــوارې مستقیمې ته
وړی د خواهش سیند یمه اوبو په سر اخیستی یم
خاص نظـــــر له تـــا غواړمۀ غاړې مستقـــــیمې ته
یو څاڅکې اوبه یې شوې سبـــب د نیکمرغۍ ځکه
لږ هڅه رحمت شو ټول ژوند خوارې (۱) مستقیمې
اوښکه ګنهګاره په جرګــــــــــــــــه و ګریوانه ته ده
لوند ګریـــوان سلګي کړي دې سالارې مستقیمې ته
لـــــــــــــپه کې نیولې دی یو ستر آرمان خالد تسل
دا کچکول تش مه کړۀ له دې وارې مستقـــیمې ته
خالد تسل
(۱) مراد د نمرود اور وژلو په پار خپل هڅه کونکی طوطکۍ ده .
او بل
عبیده صاحب خواهش وکړ ،ویل یې دا څلوریزه پوره کړۀ
نو دا دی اوس د څلوریزې پر ځای پوره ستاسو په حضور کې وړاندي کوم؛
دا هم لیک او دا هم تاسو
❤️
🏳️
👍
17