
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 4, 2025 at 03:48 AM
نعت شریف
په هر یو دم د درود شبنم
د زړه په ګل وريږي سم
شیبه شیبه د ورد نغمه
په خوله جاري په خوله خوږه
د مینې شان دی ډیر بالا
د مینې شان دی د ډیر اعظم
رحمت حبیب رحمت رحمت
زړه ته قریب راحت راحت
نوم یې دوا نوم یې شفا
تاثیر یې عام په ستر او کم
ښکلا د دید او بصیرت
د تنهایۍ او د خلوت
د ارامښت، ډاډتیا احساس
یې خور په لیک او په قلم
نادر کلام نادر انداز
نازل په زړه د سرفراز
قرآن دلیل د محبوبیت
حبیب ته ورکړ رب اعلم
کوثر امتیاز دی د حضور
دا امت ناز دی د حضور
ورځ د جزاء کې دی شفیع
دی ناز پرور شافع اعم
د انبیاوو امامت
د صحابوو قیادت
کړې امام، قاید، پیشوا
فیض یې جاري په هر آدم
کړې ارزو یې هر نبي
د ګران نبي د امتي
اُمت یې ستر تر امتو
عظمت لري نبي اکرم
د قول خوشبو یې ده جاري
د قول خواږه یې لا ثاني
قول یې دوا ،شفا، علاج
هر ناسور زخم ته مرهم
خالد تسل یې امتي
دا شرافت شکر لري
خالد تسل ته ستا سنت
ډیر زیات مطلوب ډیر زیات اهم
خالد تسل
❤️
👍
🫀
11