خالد تسل/ Khalid Tasal
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 4, 2025 at 02:34 PM
مناجات عاصي یم په ژوند مې خطا کړې ته مې معاف کړۀ د عفوې په پلمه مې دعا کړې ته مې معاف کړۀ ترکیب د انسانیت کې خو خطا، نسیان اغږلي په هیره ،که په قصد مې ګناه کړې ته مې معاف کړۀ د ژوند له نعمت پورته شکر عقل را پیرزو دی بې ځایه مې له عقل وینا کړې ته مې معاف کړۀ توبه د نصوحا په کړو بدو مې راوړې سلګیو کې مې تاته ژړا کړې ته مې معاف کړۀ چې یو ځای یې وي ذکر ستا له نوم سره رحمانه! په روی د ها حبیب مې صدا کړی ته مې معاف کړۀ د پوهي لوی نعمت چې په خالد تسل پیرزو دی بې لارې پل اخستل مې جفا کړې ته مې معاف کړۀ خالد تسل
❤️ 👍 💓 10

Comments