
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 4, 2025 at 04:31 PM
رب لري ښکلي اوصاف یو صفت یې دی صمد
رب په حال او قال خبر فضل غواړم یې ابد
یم طالب د مغفرت کړې ما عاصي ګناه
بخښه غواړمه له غفّار دی بخښونکی د حسد
روی د خپل نبي وروړم چې ما معاف کړي ذوالجلال
چې حبیب دی د رحمان ، دی د عرش په لار بلد
د ګناه پر سره ګناه کړم ډیر عاصي یم شرمسار
ربه نه غواړم مغفرت په ګناه پښېمان بې حد
صرف د خپل عمل به مل یم چې مې پټې شي دوې سترګې
نیک عمل به مې رڼا کړې څلور کونجه پراخ لحد
لاشریک واحد بالذات دی قادر مطلق بادار
دی خالق د جهانو پاچاهي کې یو، احد
رب د هر یوه زنده سر د خالد تسل مولا
نه شریک لري نه سیال لم یلد ولم یولد
خالد تسل
❤️
👍
💓
12