خالد تسل/ Khalid Tasal
February 7, 2025 at 05:50 PM
وطنه!.
ستا په لیدو مې جنت ویادیږي
زما جانان افغانستان وطنه!
رب نازولی عجیبه ښکلی یې
لکه غمی ځل پر جهان وطنه!
د سر درو او غرو لمنو کې ستا
ټومبلي رب څه شان ګلان وطنه!
یې د ښایست یوه نمونه ګله!
خور زرغون شال دي پر بیابان وطنه!
د غیرتونو او مړانو کوره!
د ابدالي او میرویس خان وطنه!
تا کې کرلي دي قومونه ګلان
دي لکه وروڼه افغانان وطنه!
ستا په خمیر؛خټه کې نغښتې غیرت
له ورایه ښکاري په هر آن وطنه!
ستا رغونه د ځان فخر بولي
خالد تسل ته یې ډیر ګران وطنه!
خالد تسل
❤️
👍
💓
15