خالد تسل/ Khalid Tasal
February 13, 2025 at 08:28 PM
درود سلام
په خُلُوص او ادب درود سلام مُرَتَّب
پیل او پای یې طلب د وصال له مکتب
د بلال له آذان ، د بلال له ایمان
څاڅي درود مُهَذَّب د حبیب له سبب
د جمال له عظمت د کمال له صفت
نور د درود او سلام د پیشوا پر نسب
کیفیت ، کِفایت د وس ، توان په کاسه
ډالۍ درود او سلام د جانان پر حَسب
درود اِمیتاز ناز پرور ته له رب ذوالجلال
دلـعزیز ته تحفه درود د زړه، درود د لَب
هر صفت د نیازبین شرافت او کمال
د خالد تسل روح کړي طواف پرې هر شب
خالد تسل
❤️
🌹
🫀
👍
25