خالد تسل/ Khalid Tasal
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 15, 2025 at 10:29 AM
محمد رسول الله والذین معه ... ۲۹ الفتح عبارت کې محترم ځای په ځای شوې متن خوږ نبي اکرم ځای په ځای شوې تشریح هم په دې نامه څرخي راڅرخي حاشیه کې مې صنم ځای په ځای شوې خوږ مفهوم ، غوره تفسیر اوري په زړونو بیا له مینې یې تاثیر اوري په زړونو په دا حال یې قال ګبین غوندې خوږ لګي بېل انداز کې یې تعبیر اوري په زړونو دې صفحه کې مې مرهم ځای په ځای شوې ټول یاران یې په خوږه مینه ښه رنګ دي خپل مینځو کې د ورورۍ په بڼه دنګ دي و دښمن لره توفان غوندي ښکاریږي مینوال یې ډیر شتمن له لوړ فرهنګ دي لیک کې ژوند د لوی عالم ځای په ځای شوې له صفت نه یې اذهان ، کرښې ناتوانه قلمونه يې عاجز دي له بیانه والضحیٰ ، یٰسین ، طٰه یې صفتونه رب ډالۍ کړۀ خپل حبیب ته له آسمانه صحیفه کې نوم شبنم ځای په ځای شوې د وصال سوال مې قبول که په لوی در شي یا خالد تسل میلمه دا ستا په ور شي بختور به شي له ټولو بختورو که نصیب یې ستا له لاس جام د کوثر شي په قلم یې نن کالم ځای په ځای شوې درسره فالو کړۀ فیسبوک کې 👇👇 Khalid Tasal
❤️ 🌹 9

Comments