
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 15, 2025 at 10:59 AM
نعتیه کرښې.
لټوي خواږه مچۍ د ګل په زړه کې
ستا د نوم تورې خواږه عسل په زړه کې
بې بها د رڼو اوښکو فلسفه کې
یادوم هغه حسین ؛ نه بل په زړه کې
چې سپوږمۍ د آسمان کور کې دی څارلې
یادوم د هغه ګل اوربل په زړه کې
یاد یې بیا راټکولې دروازه ده
د ژوندون کور کې مې پروت اول په زړه کې
چې جزیرة العرب یې رنګین کړې
آرماني یم د هغه درشل په زړه کې
استغفار په هغه کرښو له رب غواړم
چې صفت یې ذکر نه کړمه مل زړه کې
رب نه غواړم مغفرت روی ور ته دی کړم
دا اسره لرم خالد تسل په زړه کې
خالد تسل
❤️
🌹
🏳️
👍
14