
خالد تسل/ Khalid Tasal
February 28, 2025 at 03:52 PM
د دارالعلوم حقانیې د مرستیال مهتمم د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پیښور کې د دارالعلوم حقانیې نایب مهتمم مولانا حامدالحق حقاني صاحب د ظالمانو په یوه چاودنه کې شهید شوی.
انا لله وانا الیه راجعون
د افغانستان اسلامي امارت پر مرحوم مولانا صاحب حامدالحق حقاني دغه برید په کلکه غندي؛ د نوموړي شهادت د علمي حلقو لپاره یوه ستره ضایعه بولي او په اړه یې د مولانا صاحب درنې او علمي کورنۍ، شاګردانو او متعلقینو ته تسلیت وایي، نوموړي ته جنة الفردوس، کورني دوستانو او ټول علمي کهول ته جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.
الله تعالی دې د ظالمانو څخه چې په سیمه کې د حق پرسته علماؤو په ضد فعالیت کوي، د داسې ستر ظلم او جنایت انتقام واخلي او د بیا لپاره دې د ټولو علماء کرامو حفاظت وکړي. آمین یارب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت
۲۹/۸/۱۴۴۶ھ ق
۱۰/۱۲/۱۴۰۳ھ ش - 2025/2/28م
😢
4