پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 1, 2025 at 09:36 AM
د پل علم ښاروالۍ له لوري د سړکونو او پلیو لارو جارو کول دوام لري! نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۸/۲ د پل علم ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت هڅانده کارکوونکو لخوا په منظمه توګه د پل علم ښار اړوند په بېلابېلو برخو کې د سړکونو او پلو لارو جارو کولو چارې دوام لري. د یادو چارو پر دوام رخت مارکېټ، کوچیانو لیسې او د کابل-ګردیز عمومي سړک ته څېرمه پلې لارې جارو او پاکې شوې، او ددې ترڅنګ خاورې او کثافات یې تر راټولو وروسته له ښار څخه لرې ټاکلي ځای ته انتقال شول. ‏نارنجي اغوستونکي هره ورځ د پل علم ښار له بېلابېلو برخو د کثافاتو په راټولولو، د لښتیو په پاکولو او د سړکونو او پلیو لارو په جارو کولو بوخت وي. #پل_علم_ښاروالۍ #شاروالی_پل_علم #pul_e_alam_municipality

Comments