
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
48 subscribers
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د لوی اختر په ورځو کې د ښار پاکوالي په برخه کې د پل علم ښاروالۍ دوامداره هڅې: نېټه: چهار شنبه، ۱۴۴۶/۱۲/۱۴ د پل علم ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ برخې زیارکښه کارکوونکو لخوا د لوی اختر په مبارکو ورځو کې په منظم ډول سره د پل علم ښار اړوند له بېلابېلو برخو څخه کثافات راټول او له ښار څخه لرې ټاکل شوي ځای ته انتقال شول. د پل علم ښاروالۍ تل د ښار پاکوالي په برخه کې خپلې هڅې کړندۍ ساتلي؛ ترڅو پر مټ یې ښاریانو ته پاک او مناسب چاپیریال رامنځته شي. #پل_علم_ښاروالۍ #شاروالی_پل_علم #pul_e_alam_municipality

د نېکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د پل علم ښاروال د مبارکۍ پیغام! د نيکمرغه لوی اختر را رسیدو له امله، د افغانستان ټول غیور او مجاهد ملت؛ په ځانګړې توګه، د پل علم ښاریانو ته د زړه له تله مبارکۍ او پيروزینې وړاندې کوم. د حج مبارکې فریضې ته د تللیو هیوادوالو دې څښتن تعالی دغه مناسک قبول کړي؛ چا چې قربانۍ، بدني او مالي عبادتونه او صدقې کړې وي؛ الله دې یې په دنیا او اخرت نېکې بدلې ورکړي. زموږ په ملي او اسلامي دود کې اختر د تاوتریخوالي، نفرت او دښمنۍ د له منځه وړو فرصت دی؛ هیله مند یم چې په هېواد کې دا سپېڅلې ورځې د تل پاتې یووالي لامل شي. په ډېر درنښت د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر "ثاقب"