پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 5, 2025 at 05:58 AM
د مامورینو ښارګوټي د عمومي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې شوې! نېټه: چهارشنبه، ۱۴۴۶/۸/۶ د پل علم ښاروالۍ له لوري د پل علم ښار اړوند د مامورینو ښارګوټي او لوګر پوهنتون عمومي سړک د پاتې برخې د جغل اچونې او هموارکارۍ چارې د کتاب له څلور لارې څخه تر بابوس ویالې پورې د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ متره سور سره د پل علم ښاروالۍ د ماشینري په مرسته بشپړې شوې. باید وویل شي، چې د یاد سړک په رغولو سره به د دې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ پرمهال اسانتیا رامنځته شي او په دې برخه کې شته ستونزې به یې ورسره حل شي. #پل_علم_ښاروالۍ #شاروالی_پل_علم #pul_e_alam_municipality

Comments