
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 12, 2025 at 05:19 AM
د پل علم ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه!
نېټه: چهار شنبه، ۱۴۴۶/۸/۱۳
د پل علم ښاروالۍ اداري ناسته تېره ورځ له غرمې وروسته د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر "ثاقب" په مشرۍ د یادې ښاروالۍ په کاري دفتر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د روان مالي کال د پاتې عوایدو راټولول، د ښاروالۍ د راتلونکي ۱۴۰۴ مالي کال پلان، د ښار پاکوالي او د ښار اړوند په ځینو اړینو مسایلو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او ترڅنګ یې په اړوندو برخو کې لازم تصامیم ونیول شول.
یاده ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د خیر دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
#پل_علم_ښاروالۍ
#شاروالی_پل_علم
#pul_e_alam_municipality