
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 12, 2025 at 09:17 AM
د پل علم ښار اړوند د تیلو پمپ سټیشنونو جوازونو څخه څارنه ترسره شوه!
نېټه: چهار شنبه، ۱۴۴۶/۸/۱۳ ه ق
نن ورځ له غرمې مخکې د پل علم ښاروالۍ د عوایدو مدیریت د جوازونو د څارنې او کنټرول ټیم له لوري د پل علم ښار اړوند د حضر سیمې د تیلو پمپ سټیشنونو جوازونو څخه څارنه او کنټرول ترسره شو.
همداراز د یادې سیمې د پمپ سټیشنونو مسوولینو ته په وخت سره د جواز د نوي کېدو په موخه سپارښتنه وشوه؛ ترڅو په راتلونکې اونۍ کې د خپلو پمپ سټیشنو جوازونه نوي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پل علم ښاروالۍ د عوایدو مدیریت لخوا وخت پر وخت د یاد ښار اړوند د هټیو او پمپ سټیشنونو جوازونو څخه څارنه او کنټرول ترسره کېږي.
#پل_علم_ښاروالۍ
#شاروالی_پل_علم
#pul_e_alam_municipality
❤️
1