
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 26, 2025 at 05:55 AM
د پل علم ښار له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې دوام لري!
نېټه: چهارشنبه، ۱۴۴۶/۸/۲۷
د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر "ثاقب" په ځانګړي هدایت سره د پل علم ښاروالۍ د ماشینري په مرسته د یاد ښار بېلا بېلو برخو کې له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د ژمي موسم پرمهال د پل علم ښاروالۍ تاسو درنو ښاریانو ته ډاډ درکوي، چې د ښار اړوند سړکونه، پلې لارې او کوڅې به د خپلو شته امکاناتو په مرسته له واورو څخه پاکې کړي، ترڅو ښاریان د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ نشي.
#پل_علم_ښاروالۍ
#شاروالی_پل_علم
#pul_e_alam_municipality