
پل علم ښاروالی-شاروالی پل علم
February 27, 2025 at 10:02 AM
د پل علم ښاروالۍ له لوري د ( ښاري خبرو اترو پروګرام) ترسره شو!
نېټه: پنج شنبه، ۱۴۴۶/۸/۲۸
د پل علم ښاروالۍ له لوري د ( ښاري خبرو اترو پروګرام) ترسره شو چې په کې د لوګر ولایتي چارواکو سربېره، د پل علم ښاروالۍ مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ګذر وکيلانو، رسنیو او ځوانانو په کې ګډون کړی وه.
د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر "ثاقب" په خپلو خبرو کې د ښاري خبرو اترو پروګرام د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو په برخه ګټور یاد کړ.
په یاده غونډه کې د پل علم ښاروالۍ او د اړوندو ولايتي ادارو مسوولينو له لوري د اقتصادي، فرهنګي، چاپيريال ساتنې، ښې حکومتولۍ، امنيت او نورو برخو کې معلومات وړاندې شول او په یاد ولایت کې وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې له ولسونو سره شريکې شوې.
باید وویل شي، چې د غونډې په پای کې د ګډونوالو له لوري په نوموړي ولایت کې په اړوندو برخو کې پوښتنې او ستونزې له مسوولينو سره په مخامخ توګه شريکې شوې او مسوولينو ورته د حل ډاډ ورکړ.
#پل_علم_ښاروالۍ
#شاروالی_پل_علم
#pul_e_alam_municipality