
الدین النصيحة
February 1, 2025 at 03:47 PM
*د صبر فضیلتونه د قراني او نبوي ارشاداتو په رڼا کې...........*
۱. *صبر د الله ج د مینې، د مشکلاتو د خلاصون او د بریا نښه ده*
قال رسول الله ﷺ: "وَاعْلَمْ أَنَّ فِي الصَّبْرِ عَلَىٰ مَا تَكْرَهُ خَيْرًا كَثِيرًا، وَأَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ، وَأَنَّ الْفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا."
(مسند أحمد: 2803)
ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "خبر اوسئ! د هغه شي په وړاندې صبر کول چې تاسو یې نه خوښوی، ډېر خیر لري. بریا د صبر سره ده، خلاصون د سختیو سره دی، او د هرې سختۍ سره اساني ده."
۲. *صبر د مؤمن لپاره ثواب لري*
قال رسول الله ﷺ: "مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى مِنْ مَرَضٍ فَمَا سِوَاهُ إِلَّا حَطَّ اللَّهُ بِهِ سَيِّئَاتِهِ، كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا."
(صحيح البخاري: 5647، صحيح مسلم: 2573)
ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "هیڅ مسلمان ته که کوم تکلیف ورسیږي، که ناروغي وي یا بل څه، نو الله تعالی د دې په سبب د هغه ګناهونه معاف کوي، لکه څنګه چې یو ونه خپلې پاڼې غورځوي."
۳. *د صبر کول جنت ته د تللو د سبب دی*
عربي عبارت:
قال رسول الله ﷺ: "يَدْخُلُ الْجَنَّةَ أَقْوَامٌ أَفْئِدَتُهُمْ مِثْلُ أَفْئِدَةِ الطَّيْرِ."
(صحيح مسلم: 2840)
ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "جنت ته به داسې خلک داخل شي چې د دوی زړونه د مرغیو د زړونو په شان (نرم، صابر، او توکل لرونکي) وي."
۴. *د مصیبت پر مهال صبر کوونکي ته الله ځانګړی اجر ورکوي*
قال رسول الله ﷺ: "إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يَقُولُ: إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِمُصِيبَةٍ فَحَمِدَنِي وَاسْتَرْجَعَ، بَنَيْتُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَسَمَّيْتُهُ بَيْتَ الْحَمْدِ."
(سنن الترمذي: 1021، حسن)
ژباړه!
رسول الله ﷺ وفرمایل: "الله تعالی فرمایي: که زه خپل بنده په کوم مصیبت وازمایم، نو که هغه زما حمد وکړي او (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ووايي، زه به د هغه لپاره په جنت کې یو کور جوړ کړم چې نوم به یې (د حمد کور) وي."
۵. *صبر کوونکی ته د الله ځانګړې مرسته ده*
قال الله تعالی في کتابه الحمید:
"إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ."
(سورة البقرة: 153)
ژباړه:
"بې شکه الله تعالی د صبر کوونکو سره دی."
10. *هر تکلیف د مسلمان لپاره د خیر سبب دی*
قال رسول الله ﷺ: "مَا يُصِيبُ الْمُؤْمِنَ مِنْ وَصَبٍ، وَلَا نَصَبٍ، وَلَا سَقَمٍ، وَلَا حَزَنٍ، حَتَّى الْهَمِّ يُهَمُّهُ، إِلَّا كَفَّرَ اللَّهُ بِهِ مِنْ سَيِّئَاتِهِ."
(صحيح البخاري: 5641، صحيح مسلم: 2573)
ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل: "هیڅ تکلیف، ستړیا، ناروغي، غم، یا اندېښنه یو مؤمن ته نه رسیږي، مګر الله تعالی د دې په بدل کې د هغه ګناهونه بښي."
*خلاصه داچې:*
دا ټول حدیثونه د صبر اهمیت، ثواب، او د الله له طرفه د ځانګړي اجر بیان کوي. صبر کول یوازې د مصیبت پر مهال نه، بلکې د هر ډول ازموینو، سختیو، او حتی د نېک عملونو د دوام لپاره هم اړین دي.
*م صديقي ۱۴۴۶/۰۸/۰۲هــ ق*
❤️
3