
الدین النصيحة
134 subscribers
About الدین النصيحة
الدِّينُ النَّصِيحَةُ. تمیم الداري رضي الله عنه روایت کوي، چې نبي ﷺ وفرمایل: "دین نصیحت (اخلاص، خیرخواهي او ریښتینولي) دی." مونږ وپوښتل: د چا لپاره؟ هغه ﷺ وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانانو د مشرانو لپاره، او د ټولو عامو مسلمانانو لپاره." رواه مسلم
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*نبوي ملغلرې* عروه بن زبیر "رض"روایت کوي، هغه ته عایشه رضی الله عنها کیسه وکړه، ویې ویل: یوه ښځه له خپلو دوو لوڼو سره راته راغله او خیرات یې وغوښت، خو زما سره یوازې یوه د خرما دانه وه، نو ما هغې ته ورکړه. هغې خرما خپله د خپلو دوو لوڼو ترمنځ وویشله، بیا ولاړه او ووتله. وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغی، ما ورته دا کیسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «څوک چې د دغو لوڼو (نجونو) سرپرستي وکړي، او له هغو سره ښه سلوک وکړي، نو دغه لوڼې به د هغه لپاره له اوره پرده وي (یعنې د دوزخ نه به یې نجات شي) (صحيح البخاري، باب رحمة الولد و تقبیله و معانقته)

*نبوي ملغلرې* د جابر بن عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی، هغه وویل: ما د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم نه د ننوتلو لپاره د اجازې غوښتنه وکړه ، نو هغه وپوښتل: دا څوک دی؟ ما وویل: زه یم. نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه یم، زه یم! (صحيح مسلم، باب کراهیة قول المستأذن انا اذا قیل من هذا) په یوه روایت کې زیات شوي، لکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ځواب ( زه یم) خوښ نه کړ. علماوو ویلي دي: که څوک د ننوتلو اجازه وغواړي، او ورته وویل شي: ته څوک یې؟ یا دا څوک دی؟ نو دا بد ګڼل شوي چې ووایي: زه یم. د همدې حدیث شریف په استناد ځکه چې د "زه یم" ویلو سره هېڅ ګټه او وضاحت نه تر لاسه کېږي او ابهام پاتیږي. بلکې لازمه دا ده چې سړی خپل نوم واخلي. همداراز دا هم روا ده چې ووایي: "زه د فلاني پلار یم" یا "زه قاضي فلانی یم" یا "زه شیخ یم". (شرح النووي علی مسلم).

*د نــفـــس د اصــــــلاح څــــلـــور اســـــــاســــــي ارکــــــــان* د نفس د اصلاح څلور اساسي ارکان دي: "قلة الکلام، قلة المنام، قلة الطعام او قلة الاختلاط مع الأنام، ربﷻ دې موږ ته توفیق نصیب کړي چې تر عمل لاندې یې ونیسو." ۱. *قلة الکلام (کمې خبرې کول):* دا اصل موږ ته ښوونه کوي چې انسان باید غیر ضروري خبرې ونه کړي. زیاتې خبرې د زړه سختوالي، غیبت، دروغو او نورو ګناهونو سبب ګرځي. له دې امله سکوت یا پوره غور سره خبرې کول د تقوا نښه ده. رسول الله ﷺ فرمایلي: > «مَن كانَ يُؤمِنُ باللهِ واليومِ الآخِرِ فليَقُلْ خيرًا أو لِيَصمُتْ» (رواه البخاري و مسلم) یعني: څوک چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري، باید د خیر خبرې وکړي یا چپ پاتې شي. ۲. *قلة المنام (کم خوب کول):* زیات خوب د نفس د سستي، د عبادت د پرېښودو او د وخت د ضایع کولو لامل ګرځي. اولیاء او صالحین د شپې له خوبه ځانونه بیدار ساتي، ترڅو د تهجد، ذکر او دعا له برکته روحانیت ترلاسه کړي. الله تعالی فرمایي: > «كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ» (الذاريات: 17) یعني: دوی به د شپې لږه برخه خوب کاوه. ۳. *قلة الطعام (کم خوراک):* زیات خوراک د بدن د تنبلۍ، د شهوت د زیاتوالي او د عبادت د کمزورتیا لامل دی. لږ خوړل بدن ته هم ګټه لري او روح ته هم صفا ورکوي. رسول الله ﷺ فرمایلي: > «ما مَلأَ آدميٌّ وعاءً شرًّا من بطنٍ، بحَسْبِ ابنِ آدمَ أُكلاتٌ يُقِمْنَ صُلْبَه، فإن كان لا محالةَ، فثلثٌ لطعامِه، وثلثٌ لشرابِه، وثلثٌ لنفَسِه» ــ (رواه الترمذي وغيره) یعنې انسان هیڅ داسې لوښی نهدی ډک کړی چې د ده د نس (معدې) نه زیات بد وي. د انسان لپاره دا بسنه کوي چې څو ګوله وخوري چې ملا یې پرې نیغه پاتې شي. که حتماً باید ډک کړي، نو درېیمه برخه دې د خوراک، درېیمه برخه د څښاک، او درېیمه برخه دې د ساه لپاره پرېږدي. دا حدیث موږ ته دا ښودنه کوي چې زیات خوراک نه یواځې د بدن له پلوه مضر دی، بلکې د روحانیت، عاجزۍ او ذهني صفا پر وړاندې هم خنډ کېږي. کم خوړل د تقوا، صحتمندۍ او عبادت لپاره زمینه برابروي. ۴. *قلة الاختلاط مع الأنام (له خلکو سره کم اختلاط):* زیات مخلوط کېدل انسان له ذکر، فکر او عبادت نه غافل کوي. البته دا مطلب نه لري چې انسان باید له خلکو جلا شي، بلکې له ضروري اختلاط پرته د ځان ساتنه، د تقوا یو ډول دی. خلوت روح ته سکون او فکر ته ژورتیا ورکوي. ربّ العالمین دې موږ ته توفیق راکړي چې دا څلور ارکان په خپل ژوند کې عملي کړو، تر څو زموږ نفس پاک، روحانيت قوي او د الله ﷻ رضا ترلاسه کړو. آمين. ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ *م صدیقي* *۱۴۴۶/۱۲/۱۵هــ ق*

*نبوي ملغلرې* حضرت ابوهريره رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه ودرید او مونږ هم ورسره ودرېدو. یوه اعرابي داسې مهال چې لمانځه کې و، وویل: «اې الله! پر ما او محمد رحم وکړه او له مونږ سره په دې رحم کې هیڅوک مه شریکوه. کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له لمانځه سلام واړاوه، هغه اعرابي ته یې وفرمایل: تا پراخه رحمت تنګ کړ!(یعنې تا د الله رحمت یوازې پر ځان او ما محدود کړ، حال دا چې د الله رحمت پراخ دی.) (صحيح البخاري، باب رحمة الناس والبهائم، ٦٠١١)

*د قاضي ابن یزید لنډ ژوند لیک* «په تېر پسې» *امام الذهبي رحمه الله د ده په اړه لیکي: د هغه نوم عافية ابن يزيد بن قيس الأودي ، الحنفي و، دی د بغداد ښار د ختیځې برخې قاضي و، هغه عادل قاضي او په علم عمل کوونکی عالم و. او هغه په فقه کې د امام ابو حنیفة رحمه الله نږدې او د ډېرې مودې شاګرد و او د وخت له سترو محدثینو یې د حدیثو زده کړه کړې وه.* *خطیب البغدادي رحمه الله لیکي: قاضي ابن یزید ښه عالم او زاهد انسان و، هغه اوږده موده له امام ابو حنیفة رحمه الله سره شاګرد پاتې شوی و، د هغه د علم او فقهې ډېره برخه یې ترلاسه کړې وه او د هغه د باوري شاګردانو له جملې نه و. څه موده یې د بغداد څو ځایونو کې د قضا دنده ترسره کړې وه، هغه د حدیثو امامانو ثقه او کره بللی. او وروسته یې بیا له قضا نه استعفا ورکړه. او هغه په یو سل او څه باندې شپېته هجري کال کې وفات شوی. رحمه الله تعالی. سیر الأعلام النبلاء للذهبي 300/7* *د قاضي ابن یزید الحنفي رحمه الله د استعفا کیسه هم په زړه پورې ده، چې بغدادي خطیب د بغداد په تاریخ کې داسې راخیستې ده: #روایت_کا چې قاضي ابن یزید د وخت خلیفه ته ورغی، هغه ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شوه، چې ورننوت هغه ته یې له قضا نه استعفا وړاندې کړه! هغه د لامل پوښتنه ورنه وکړه، ده په لاندې توګه د استعفا وجه ورته بیان کړه.* *قاضي ابن یزید وویل: دوه میاشتې کیږي چې د دوو شتمنو کسانو یوه دعوه راغلې ده، دا دواړه خلکو کې شهرت هم لري او موضوع یې هم سخته او پېچلې ده او دواړه دعوه لري چې دلایل او شاهدان لري! څرنګه چې د دوی دواړو دلایل سوچ او فکر ته اړتیا لري نو دوی ته مې وخت ورکړ، په دې نیت چې په دې موده کې به یا خو دوی دواړه خپلو کې سوله وکړی او کنه زه به د دوی منځ کې پر فیصله غور او فکر وکړم.* *قاضي صیب زیاته کړه: په دې موده کې دوی دواړو کې یوه یې له کومې لارې معلومه کړې وه چې زه له تازه خوږو خورماؤ سره ډېره مینه لرم! دا وخت د خورماؤ د رسیدا وخت هم و، نو هغه داسې تازه او خوږې خورما راپیدا کړې وې چې هغه په دې وخت کې یوازې امـ..ـر المومنین ته تیارېږي! هغه دومره خوږې خورما وې چې ما په ټول ژوند کې نه وې لیدلې.* *نو هغه کس زما پیره داره ته څو درهمه رشوت ورکړی و چې هغه خورما ماته راورسوي! خو کله چې هغه ماته راوړې ما رد کړې ، پیره دار مې هم وشړه او خورما مې بېرته ورولیږلې. قاضي صیب مبارک زیاته کړه: کله چې د دوی دواړو ترمنځ د پرېکړې ورځ راغله، نو دواړه زما په زړه او نظر کې برابر نه وو! (یعني کوم یوه چې خورما راوړې وې، هغه څه رانږدې لګیده!)، دا په داسې حال کې چې ما د هغه ډالۍ منلې هم نه وه! نو که ډالۍ مې منلې وی بیا به مې څه حال و؟!* *قاضي صیب د وخت واکمن ته وویل: نو پر ځان باور نه لرم، هسې نه چې په دین کې په کومه فتنه کې راګیر شم! نو هلاک به شم، د وخت خلک خراب شوي او د فساد وخت دی، نو لطفاً زما استعفا ومنه. الله دې بښنه درته وکړي. تاريخ بغداد للخطيب. 254/14*

*ولسي خدمت لکه غزا* *رسول الله ﷺ فرمایي : په حقه او صحي طریقه د زکاتونو راټولوونکی مامور، لکه د الله په لاره کې غازي داسې دی! تر څو چې کور ته راوګرځي. عن رافع بن خديج قال سمعت رسول الله ﷺ العاملُ على الصدقةِ بالحقِّ : كالغازي في سبيلِ اللهِ حتى يرجعَ إلى بيتِه. أخرجه أبو داود (2936)، والترمذي (645)، وابن ماجه (1809) واللفظ لهم، وأحمد (17324).* *له شتمنو زکات راټولول هغو سره د زکات پرېکولو فریضه کې مرسته ده، داراز غریبانو ته یې رسول د هغوی حقوق هغوی ته رسول دي، نو دا بېخې لوی عبادت شو، دومره لکه د الله په لاره کې غزا. په ټولیزه توګه هر ډول ولسي خدمت او دولتي ماموریت همدومره لوی عبادت ده او دومره لوی ثواب لري لکه غزا او ج.هاد، خو چې په حقه او امانتداري سره ترسره شي.*

*نبوي ملغلرې / عاجزي اختیار کړئ* رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه الله تعالی ماته وحې کړې چې تاسې عاجزي اختیار کړئ، څو یو کس پر بل ظلم و نه کړي او هېڅوک پر بل فخر و نه کړي. (سنن ابو داود، باب فی التواضع)

*د یوه قاضي د جرأت او عدالت کیسه* ځینې بداخلاقه کسانو اراده وکړه چې د یوه ښه عالم او عادل قاضي پر خلاف د وخت خلیفه ته شکایت وکړی، امام اصمعي روایت کوي چې دا شکایت هارون الرشید ته وکړل شو او د وتلي قاضي عافیة بن یزید الحنفي شکایت یې وکړ او په دې نیت چې له هغه ځانونه خلاص کړي. دوی چې د هارون الرشید مجلس ته ورغلل نو د خپل قاضي یې سخت شکایتونه وکړل، نو هارون دستې خپل قاضي وروغوښت، قاضي چې ورغی هارون د هغه د قضا او پرېکړو په اړه پوښتنې ورنه پیل کړې، قاضي صیب ځوابونه شرو کړل، په دې جریان کې هارون الرشید وپرنجیدی، د مجلس خلکو د پرنجیدا ځوابونه (یرحمک الله) ورکړل خو قاضي صیب ځواب ورنه کړ! هارون الرشید په ډېره حیرانتیا له قاضي پوښتنه وکړه چې ټولو خلکو ماته د پرینجیدا ځواب راکړ او ته رانه کړ؟! قاضي صیب مبارک ورته وویل: ځکه چې تاله پرنجیدا وروسته "الحمد لله" ونه ویله! او حدیث کې راغلي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته دوه کسان ناست وو او وپرنجیدل، رسول الله هغوی کې یوه ته د پرنجیدا خواب ورکړ او بل ته یې ورنه کړ! هغه رسول الله نه د نه خواب لامل وپوښته! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ځکه هغه بل الحمد لله وویله او تا ونه ویله! (رواه البخاري). په دې سره هارون الرشید قاضي ته وویل: خپل کار او قضا ته دې بېرته ولاړ شه! په کومه طریقه چې ته لګیا یې همداسې روان اوسه! ته چې د وخت ستر واکمن ته په پرنجیدا کې د هغه غلطي نه بښې نو په نورو نارواؤ او بې عدالتیو کې به څنګه ناسم چلند کوې!! نو قاضي صاحب بېرته خپلې قضا ته سرلوړی ولاړ او هغه شکایتیان هارون الرشید سپک او وترټل. تاريخ بغداد للخطيب البغدادي البداية والنهاية الجزء لابن كثير دا قاضي (عافیة بن یزید) څوک و؟ بل پوسټ کې یې ژوند لیک درته ږدم.

*نبوي ملغلرې/خپله غصه زغمل او صبر کول* سهل بن معاذ له خپل پلار څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې خپله غصه وزغمي، سره له دې چې د غچ اخیستلو وس هم ولري، نو الله تعالی به هغه د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو پر وړاندې را وبولي، تر څو چې له حورالعین څخه هره یوه یې چې خوښه وي، غوره کړي. (ابو داود رقم ٤٧٧٧، باب من کظم غیظا)

*ګناهونه د الله ﷻ د قهر او عذاب سبب ګرځیږي!* قران کریم کې الله ﷻ فرمايي: ۱. {فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ} – آل عمران: نو الله هغوی د دوی د ګناهونو له امله ونیول. ۲. {فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ} – الأنعام: نو موږ هغوی د دوی د ګناهونو له امله هلاک کړل. ۳. {فَأَصَبْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ} – الأعراف: نو موږ د دوی د ګناهونو له امله پر هغوی عذاب نازل کړ. ۴. {فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ} – الأنفال: نو الله هغوی د دوی د ګناهونو له امله ونیول. ۵. {فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ} – الأنفال: نو موږ هغوی د دوی د ګناهونو له امله تباه کړل. ۶. {فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ} – غافر: نو الله هغوی د دوی د ګناهونو له امله ونیول. *ابن الجوزي رحمه الله تعالی وايي:* له ګناهونو ځان وساتئ، په ځانګړې توګه له هغو ګناهونو چې انسان يې په پټه کوي؛ ځکه چې د الله سره ښکاره سرغړونه، بنده له الهي نظره غورځوي. که ته خپل پټ حال د الله سره سم کړې، نو الله به ستا ښکاره ژوند هم درته سم کړي. *صيد الخاطر ۲۰۷* ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ *م صديقي ۱۴۴۶/۱۱/۱۸هـــ ق*