الدین النصيحة
الدین النصيحة
February 4, 2025 at 03:46 AM
*دوه مخـــي مــــنافقـــت او تر ټولو بـــدکار دی* 1. *دوه مخي کس منافق دی* عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ قَالَ: "مَنْ كَانَ لَهُ وَجْهَانِ فِي الدُّنْيَا كَانَ لَهُ لِسَانَانِ مِنْ نَارٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ." (سنن أبي داود: 4873، مسند أحمد: 8805، صحيح الجامع: 6519) ژباړه: څوک چې په دنیا کې دوه مخی وي، قیامت په ورځ به ورته د اور دوه ژبې وي (یعنې سخت عذاب به ورته وي). 2. *دوه مخي کسان تر ټولو بد خلک دي.* عَنْ عَمَّارِ بْنِ يَاسِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ قَالَ: "مَنْ كَانَ ذَا وَجْهَيْنِ فِي الدُّنْيَا كَانَ ذَا لِسَانَيْنِ مِنْ نَارٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ." (سنن ابن ماجه: 3762، مسند أحمد: 18584، السلسلة الصحيحة: 992) ژباړه: هغه څوک چې په دنیا کې دوه مخی وي، قیامت په ورځ به د اور دوه ژبې ولري. 3. *دوه مخي د منافقت نښه ده* عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ قَالَ: "إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ ذَا الْوَجْهَيْنِ، الَّذِي يَأْتِي هَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ وَهَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ." (صحيح البخاري: 6058، صحيح مسلم: 2526) ژباړه: تر ټولو بد خلک دوه مخي دي، هغه چې یوې ډلې ته په یوه مخ ورځي او بلې ډلې ته په بل مخ. 4. *دوه مخي د اخلاص ضد عمل دی* عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: "لَا يَنْبَغِي لِلصِّدِّيقِ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَجْهَانِ." (سنن أبي داود: 4872، صحيح الجامع: 7917) ژباړه: یو صادق او رښتینی انسان باید دوه مخی نه وي. *خلاصه داچې:* د دوه مخۍ بدوالی په حدیثو کې سخت غندل شوی، او دا د نفاق یوه نښه بلل شوې. اسلام مونږ ته اخلاص، رښتینولي، او صداقت توصیه کوي، نو باید له دوه مخۍ ځان وساتو. *م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۰۵هــ ق*
❤️ 2

Comments