الدین النصيحة
الدین النصيحة
February 5, 2025 at 12:09 PM
*د عفوې (بخښنې) اړوند یو مهم حدیث* عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال: قال رسول الله ﷺ: "ارْحَمُوا تُرْحَمُوا، وَاغْفِرُوا يُغْفَرْ لَكُمْ، وَيْلٌ لِأَقْمَاعِ الْقَوْلِ، وَيْلٌ لِلْمُصِرِّينَ الَّذِينَ يُصِرُّونَ عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ." (المعجم الكبير للطبراني: 13545، وصححه الألباني في صحيح الجامع: 8977) ژباړه: رحم وکړئ، چې رحم درباندې وشي. بخښنه وکړئ، چې بښنه درته وکړل شي. تباهي ده د هغو کسانو لپاره چې خبرې اوري خو عمل پرې نه کوي، او تباهي ده هغو کسانو چې په خپلو ګناهونو ټینګار کوي، حال دا چې پوهېږي (چې غلط کار کوي). *یادونه:* دا حدیث موږ ته دا راښيي چې بخښنه او مهرباني کول د الله د رحمت سبب ګرځي، او د ګناهونو پر دوام ټینګار د بربادۍ لامل دی. *م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۰۶هــ ق*
❤️ 2

Comments