الدین النصيحة
February 9, 2025 at 04:20 PM
*د مسلمان سپکاوی کول د سود څخه هم لویه ګناه ده*
سعید بن زید رضي الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"له ټولو لویو سودونو څخه ستر سود د یو مسلمان پر عزت او آبرو ناحقه تېری (اود هغه سپکاوی کول)دي."
*وضاحت:*
په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمان د عزت ساتلو اهمیت بیان کړی دی. هغه څوک چې د یو مسلمان آبرو ته زیان رسوي، غیبت کوي، درواغ پرې تړي یا د هغه حیثیت ته صدمه رسوي، داسې دی لکه چې تر ټولو بدترین سود یې خوړلی وي. دا د دې لپاره چې مالي سود یوازې د دنیا تاوان دی، خو د چا عزت ته ضرر رسول اخروي تاوان هم لري. ①
او د سود اړوند رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
د سود ۷۰ درجې دي، تر ټولو کمه یې د مور سره زنا ته ورته ده②
او د مسلمان سپکاوی رسول الله ص تر ټولو ستر سود بللی له دې معلومیږي چې د مسلمان سپکاوی او اهانت ډیره لویه او ستره ګناه ده.
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
① إن من أرْبى الربا الاستطالةَ في عرضِ المسلمِ بغيرِ حقٍّ.
الراوي : سعيد بن زيد | المحدث : الألباني | المصدر : صحيح أبي داود
أخرجه أبو داود (4876) واللفظ له، وأحمد (1651) مطولاً باختلاف يسير.
②الرِّبَا ثَلَاثَةٌ وَسَبْعُونَ بَابًا، أَدْنَاهَا مِثْلُ إِتْيَانِ الرَّجُلِ أُمَّه
(ابن ماجه، حدیث: 2274، صحیح الجامع: 3533).
*م صديقي ۱۴۴۶/۰۸/۱۰هــ ق*
😢
4