الدین النصيحة
الدین النصيحة
February 13, 2025 at 12:26 PM
*د براءت شپې بدعات* : د برات د شپې د بدعاتو څخه ځان خبرکړو او باید ځان ترې وساتو. 1- اورلوبې (آتشبازی): اورلوبې کول د مجوسیانو (زرتشتیانو) تقلید ده، او اور د الله تعالی د قهر نښه ده. له همدې امله، فقهاوو لیکلي چې هدیره ته د اور وړل منع دي، او له اور سره لوبې کول د مسلمانانو کار نه دی. رسول الله ﷺ فرمایلي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» ژباړه: «څوک چې د یوې قوم سره مشابهت غوره کړي، نو هغه د هماغه قوم څخه دی.» همداراز، دا اورلوبې د هندوانو د "دیوالي" د جشن تقلید دی. برسېره پر دې، اورلوبې، بمونه، پټاخي او چریکۍ وهل یو شمېر ګناهونه لري: ۱. د عبادت کوونکو عبادت ته د مزاحمت سبب ګرځي. ۲. د محل خلکو، ناروغانو ته ازار رسول. ۳. خپل ځان ته بې ځایه خطر جوړول. ۴. بې ضرورته مصرف او فضول خرڅي کول. 2- څراغان کول: مسجدونه، بازارونه، کورونه او ځانګړي ځایونه ښکلا کوي، څراغونه، بلبونه، او شمعې روښانوي. دا عمل اسلامي ندی، بلکې اسراف او فضول خرڅي ده، الله تعالی فرمایلي: «إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ» (بني اسرائیل: ۲۷) ژباړه: «بېشکه چې فضول خرڅي کوونکي د شیطانانو وروڼه دي.» علي بن ابراهیم رحمه الله ویلي چې د څراغانو بدعت د برامکه قوم څخه پیل شو، دوی زرتشتیان وو او د اسلام له منلو وروسته هم د اور عبادت اغېزې ورسره پاتې وې. 3- حلوه خوړل: ځینې خلک وایي چې کله د رسول الله ﷺ مبارک غاښ شهید شو، نو حلوه یې وخوړه، خو دا خبره حقیقت نه لري. 4- په جوماتونو کې د عبادت غونډې: په دې شپه عبادت باید په کور کې وشي، ځکه رسول الله ﷺ دا شپه په خپل حجره کې تېره کړې وه، نه چې جومات ته تللی وي. 5- د نفلونو جماعت: د نفل لمونځونو لپاره جماعت نشته، ښځې هم باید په کور کې انفرادي لمونځ وکړي. 6- پر قبرونو ګلان ایښودل: حضرت شاه عبدالعزیز محدث دهلوي رحمه الله ویلي چې دا د سنت ضد عمل دی. 7- د حضرت حمزه رضی الله عنه د فاتحې بدعت: ځینې خلک وایي چې دا د حضرت حمزه رضی الله عنه د شهادت ورځې دي، خو دا خبره ناسمه ده، ځکه هغه په شوال میاشت کې شهید شوی و. 8- د مړو ارواح راتلل: ځینې خلک باور لري چې مړي د براءت په شپه کورونو ته راځي، خو دا خبره حقیقت نه لري. 9- د براءت د شپې فاتحه: دا باور چې که یو څوک د براءت شپې څخه مخکې وفات شي، نو تر هغه وخته د مړو سره نه شمېرل کېږي تر څو یې فاتحه ونشي، باطل دی. 10- ریا او فخر: ځینې شتمن خلک یوازې د ځان ښودلو لپاره د خیرات توکي ویشي. 11- د مسور دال پخلی: ځینې خلک په دې شپه خاص ډول "مسور دال" پخوي، خو دا خبره هم بې اساسه ده. 12- د لوښو (برتنونو) بدلول: دا د کفارو تقلید دی. 13- د کور رنګول یا پاکول: دا هم د کفارو عادت و. 14- د حضرت عایشه رضی الله عنها د روټیو جوړول: دا بې اساسه خبره ده. 15- د قبرستان کې شپه تېرول: ځینې خلک د براءت په شپه د قبرستان د زیارت خاص اهتمام کوي، خو دا ضروري نه دی. 16- نعت خواني او لوړ غږونه: د لاوډ سپیکر له لارې نعتونه او تلاوت کول، چې نورو خلکو ته تکلیف ورسوي، حرام دي. 17- د شپږ رکعاتو لمونځ: ځینې خلک د مغرب وروسته شپږ رکعته خاص لمونځ کوي، دا د شریعت له نظره ثابت نه دی، خو نفل لمونځونه کول روا دي. دعا: الله تعالی دې موږ ته د شعبان برکتونه را نصیب کړي، او د روژې میاشت د صحت او عافیت سره راورسي، آمین! *م صديقي ۱۴۴۶/۰۸/۱۴هــ ق*
❤️ 3

Comments