
الدین النصيحة
February 14, 2025 at 11:40 AM
*د کهف سورت فضیلت باید د هرې جمعې مبارکه ورځ ولوستل شي.*
رسول الله ﷺ فرمايي:
څوک چې د جمعې په ورځ سورت الکهف تلاوت کړي، د یوې جمعې څخه تر بلې جمعې پورې به الله تعالی د هغه لپاره نور (رڼا) برابر کړي.①
*د دجال له فتنې څخه ساتنه*
یو بل حدیث کې راغلي چې د سورت الکهف لومړني لس آیتونه یادول سړی د دجال له فتنې څخه ساتي. (مسلم، 809)
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
①قال رسول الله ﷺ:
مَنْ قَرَأَ سُورَةَ الكَهْفِ فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ، أَضَاءَ لَهُ مِنَ النُّورِ مَا بَيْنَ الْجُمُعَتَيْنِ
(رواه الحاكم، 2/368، وصححه الألباني في صحيح الجامع، 6470)
*م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۱۵هــ ق*
❤️
3