الدین النصيحة
الدین النصيحة
February 17, 2025 at 04:36 AM
*د امیر طاعت کول په هر حالت کې واجب دی* د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کريم ﷺ وفرمايل: *پرتا لازم ده چې اورېدل او اطاعت وکړي، په تنګۍ او اسانۍ کې، په خوښۍ او ناخوښۍ کې، او که چېرې ستا حق هم ضايع کړي، او که ستا مال وخوري، او ستا شا ټپه کړي (يانې په تا ظلم وکړي) نو بیا هم اطاعت واجب دی*① *وضاحت:* دا حدیث د امیر، حاکم او والي په اطاعت باندې ټينګار کوي، حتی که چېرې دوی ناحقه کار هم وکړي له تا سره ظلم هم وکړي ستا حق هم وخوري. بیا هم نبي کريم صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته لار ښوونه کوي چې د حاکم اطاعت وکړئ په دې شرط چې د هغه امر او منع د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د فرمانونو سره مخالفت ونه لري. که چېرې حاکم د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د فرمانونو سره مخالفت وکړي، نو په دې حالت کې اطاعت واجب نه دی. ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ①عن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: **"عَلَيْكَ السَّمْعَ وَالطَّاعَةَ فِي عُسْرِكَ وَيُسْرِكَ، وَمَنْشَطِكَ وَمَكْرَهِكَ، وَأَثَرَةٍ عَلَيْكَ، وَإِنْ أَكَلُوا مَالَكَ، وَضَرَبُوا ظَهْرَكَ. (صحيح مسلم، کتاب الإمارة، حدیث نمبر: ۱۸۳۶) *م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۱۸هــ ق*
❤️ 4

Comments