
الدین النصيحة
February 18, 2025 at 05:25 AM
*وظیفوي غفلت (دندې ته پاملرنه نه کول یا مسؤلیتونو سم نه ترسره کول).*
۱. *وظیفوي غفلت د امانت خیانت دی*
- الله تعالی فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (النساء: ۵۸)
- ژباړه: "الله تاسو ته امر کوي چې امانتونه یې مستحقانو ته وسپارئ." دنده، وظیفه، او مسؤلیتونه هم امانتونه دي، او که څوک خپل کار سم نه ترسره کوي، نو دا امانت کې خیانت دی.
۲. *وظیفوي غفلت د خیانت یوه بڼه ده*
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "إِذَا ضُيِّعَتِ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ"(بخاري: ۵۹)
- ژباړه: "کله چې امانت ضایع شي (خیانت وشي)، نو قیامت ته انتظار وباسئ." یعني که خلکو خپل مسؤلیتونه ونه پیژندل او وظیفوي غفلت وکړي، دا د ټولنې د زوال نښه ده.
۳. *هر کار سم ترسره کول د ایمان برخه ده*
- رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ إِذَا عَمِلَ أَحَدُكُمْ عَمَلًا أَنْ يُتْقِنَهُ" (بیهقي، شعب الإيمان: ۵۳۱۶) ژباړه: "الله تعالی خوښوي چې کله ستاسو څخه څوک یو کار ترسره کوي، نو هغه په ښه ډول دې ترسره کړي."
دندې ته سمه پاملرنه کول نه یوازې اخلاقي او قانوني مسؤلیت دی، بلکې د دیني ارزښتونو یوه برخه هم ده.
۴ *. وظیفوي غفلت د فساد او ناوړه پایلو سبب ګرځي*
- که څوک خپل مسؤلیتونه سم ترسره نه کړي، نو دا د اداري فساد، بې عدالتیو، او د ټولنې د کمزورۍ نا امنۍ بې ثباتۍ او فساد سبب ګرځي. الله تعالی فرمایي: وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ (القصص: ۷۷) ژباړه: "او په ځمکه کې فساد مه خپروئ، بېشکه الله فساد کوونکي نه خوښوي."
۵. *د وظیفوي غفلت شرعي مسؤلیت او جزا*
- په اسلامي شریعت کې که یو څوک د خپلو مسؤلیتونو له امله خلکو ته تاوان ورسوي، نو هغه مسؤل ګڼل کېږي. د قضاوت، تجارت، عامه خدمتونو اوړنورو په برخو کې دا مسٔله ډېره مهمه ده، او که څوک قصداً غفلت کوي، نو شرعاً ګناهګار دی او د اخرت له عذاب سره به مخ کېږي.
*خلاصه داچې:*
- وظیفوي غفلت یوازې اخلاقي ضعف نه، بلکې د اسلام له نظره ستر مسؤلیت او په ورسپارل شوي امانت کې خیانت دی. بناء مسلمان باید خپل مسؤلیتونه په اخلاص، امانتدارۍ، او مهارت سره ترسره کړي، ځکه چې دا د ایمان یوه مهمه نښه ده او د ټولنې د بریا ثبات سوکالۍ پرمختګ اږ امنیت سبب ګرځیږي.
*م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۱۹هـــ ق*
❤️
2