
الدین النصيحة
February 24, 2025 at 11:20 AM
*د مسواک د ارزښت اړوند احادیث هيله ده چې مسواک د تل لپاره استعمال کړو*
۱. *مسواک استعمالول د الله ج د رضاسبب دی* :
رسول الله ﷺ فرمایلي:
«السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ»
(رواه النسائي)
یعني: "مسواک کول د خولې پاکوالی او د الله تعالی رضا ده."
۲. *د هر اوداسه پرمهال مسواک وهل د رسول الله ﷺ هیله وه:*
رسول الله ﷺ فرمایلي:
«لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ مَعَ كُلِّ وُضُوءٍ»
(رواه البخاري)
یعني: "که زما پر امت سختي نه وای، نو ما به هغوی ته د هر اوداسه سره د مسواک امر کړی وای."
ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
*م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۲۶هــ ق*
❤️
👍
4