
الدین النصيحة
February 25, 2025 at 05:39 AM
*د مشــــــرانو احتــــــــرام پر کشــــــرانو شفقــت او دعلـــــــما احتــــــــرام بایــــــد چـــــــــې وکـــــــــړو!*
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل:
"هغه څوک زموږ له (امت) ډلې څخه نه دی چې:
*زموږ د مشر درناوی ونه کړي،*
*زموږ پر کشر مهرباني ونه کړي،*
*او زموږ د عالم حق ونه پېژني* ."①
*وضاحت:*
د عالم حق دا دی چې درناوی یې وشي، له علم څخه یې استفاده وشي، د سپکاوي او بد ویلو څخه یې ډډه وشي، او لارښوونو ته یې غوږ ونیول شي، ځکه چې عالمان د انبیاوو وارثان دي، لکه څنګه چې نبي کریم ﷺ فرمایي:
"عالمان د انبیاوو وارثان دي."②
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
①عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ: "لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يُوَقِّرْ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا، وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقَّهُ."
(مسند أحمد: 6662، سنن أبي داود: 4943، سنن الترمذي: 1919، صحيح الجامع: 5443)
②"العلماءُ ورثةُ الأنبياءِ." (سنن أبي داود)
*م صدیقي ۱۴۴۶/۰۸/۲۶هــ ق*
❤️
5