RS Pashto
RS Pashto
February 6, 2025 at 06:32 AM
د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت پر دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د امـ.ـيرالـ.ـمومنين ملا هبت الله تازه خـ.ـطرناک ګوزار او بنديز. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت مشر دستور ورکړی، تر څو د دغې واکمنۍ په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت له ادارې څخه د خپرو شویو اطلاعاتو پر بنسټ، ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې په ټولو دولتي په ځانګړې توګه په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو د کارمنانو ښکاره او فزیکي حضور منع کړی دی. په دې فرمان کې ټينګار شوی: «په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې او همداراز په نورو دولتي ادارو کې دې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي.» دا فرمان د هغو زرګونو اسنادو یوه برخه ده، چې ناڅرګنده ډلې په یوې بې‌سارې پېښه کې د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید کړی او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنېټ‌ کې خپاره کړي دي. د طالبانو مشر په دغه فرمان کې ډېره کړې ده، چې په دغو ادارو کې د اوپراتیفي یا کشفي اپرېشنونو د اړتیا په ترڅ کې باید له مخکې د یادو وزارتونو له لوړپوړو چرواکو سره بشپړه همغږي وشي. دا په داسې مهال کې ده، چې دغه فرمان د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت د چارو د ادارې د مشر نورالحق انور له لورې د دغې واکمنۍ د امربالمعروف وزارت او نورو ادارو ته لېږل شوی دی. د یادولو ده، چې په دې لیک کې ویل شوي نه دي، چې ولې په وزارتونو کې د استخباراتو د کارمنانو حضور منع شوی دی. تر دې وړاندې د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت د امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د استخباراتو د ریاست او د کورنیو چارو وزارت د اختلافونو او نښتو راپورونه خپاره شوي و

Comments