
RS Pashto
11 subscribers
About RS Pashto
پر پښتو د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، راپورونه او شننې.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

له نيمروز او زابل څخه دوه دردوونـ.ـکي راپورونه خپاره شوي. 🔶 لومړی خبر: د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت امنيتي ادارو په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د نيمروز په مارګو دښته کې يې د غلو یوه ډله ويشتلې او درې يې وژلي دي. د خپل يو سرتېري وژل يې هم منلي دي. په دې پېښه کې، د بل لوري په ډزو کې د میدان وردګو اوسېدونکی او د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت يو غړی «شفيق الله حماد» هم وژل شوی دی. زاويې رسنۍ ته له سيمې څخه يوې سرچينې منلې، چې دغه کسان صرافان دي او جګړه د پيسو پر سر رامنځته شوې ده. يو وژل شوی کس سید احمد نومېږي، چې په تیمورشاهي مارکېټ کې د صرافۍ هټۍ لري، کاروباري کورنۍ يې ده او «سيدان» دي. له نوموړي سره پيسې وې او جګړه د پيسو پر سر رامنځته شوې ده. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت په يوې امنيتي ډلګۍ کې، چې موږ ترې دغه انځور او مالومات ترلاسه کړي، ويشتل شوی صراف «غل» بلل شوی او وژنه يې لويه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. خو د تيمورشاهي د صرافۍ مارکېټ يو بل صراف دغه اوازې ګمراه کوونکې وبللې او وې ویل: «سيد احمد لوی کاروبار، هټۍ، پلورنځي او پيسې لري، دوی غلا ته څه اړتيا لري. هغه يې پخپلو پيسو وژلی او د غل په نوم يې ليرې غورځولی دی.» 🔶 دويم خبر: په زابل کې سيمييزې سرچينې وايي، د دې ولايت په مرکز کلات ښار کې وړمه شپه د عصمت دانش په نوم دې ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له وجې ځان وژنه کړې ده. د دې ځوان يو کليوال زاويې رسنۍ ته ويلي چې نوموړی له ډېره وخته بې روزګاره او د ډېرو وګړو پوروړی و چې وړمه شپه يې ځان راځړولی او خپل ژوند يې پای ته رسولی دی.

زموږ دې چاينل سره ملګري شئ 👇 https://whatsapp.com/channel/0029Vb67V1C4inohaDEo861J

د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت پر دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د امـ.ـيرالـ.ـمومنين ملا هبت الله تازه خـ.ـطرناک ګوزار او بنديز. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت مشر دستور ورکړی، تر څو د دغې واکمنۍ په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت له ادارې څخه د خپرو شویو اطلاعاتو پر بنسټ، ملا هبت الله اخوندزاده د یو فرمان له مخې په ټولو دولتي په ځانګړې توګه په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د استخباراتو د کارمنانو ښکاره او فزیکي حضور منع کړی دی. په دې فرمان کې ټينګار شوی: «په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې او همداراز په نورو دولتي ادارو کې دې د استخباراتو حضور پایته ورسېږي.» دا فرمان د هغو زرګونو اسنادو یوه برخه ده، چې ناڅرګنده ډلې په یوې بېسارې پېښه کې د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت پر استخباراتي او اطلاعاتي شبکې سایبري برید کړی او د دغې ډلې د ۲۱ وزارتونو او خپلواکو ریاستونو اسناد یې په انټرنېټ کې خپاره کړي دي. د طالبانو مشر په دغه فرمان کې ډېره کړې ده، چې په دغو ادارو کې د اوپراتیفي یا کشفي اپرېشنونو د اړتیا په ترڅ کې باید له مخکې د یادو وزارتونو له لوړپوړو چرواکو سره بشپړه همغږي وشي. دا په داسې مهال کې ده، چې دغه فرمان د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت د چارو د ادارې د مشر نورالحق انور له لورې د دغې واکمنۍ د امربالمعروف وزارت او نورو ادارو ته لېږل شوی دی. د یادولو ده، چې په دې لیک کې ویل شوي نه دي، چې ولې په وزارتونو کې د استخباراتو د کارمنانو حضور منع شوی دی. تر دې وړاندې د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت د امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د استخباراتو د ریاست او د کورنیو چارو وزارت د اختلافونو او نښتو راپورونه خپاره شوي و