RS Pashto
RS Pashto
February 10, 2025 at 05:24 AM
له نيمروز او زابل څخه دوه دردوونـ.ـکي راپورونه خپاره شوي. 🔶 لومړی خبر: ‏د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت امنيتي ادارو په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د نيمروز په مارګو دښته کې يې د غلو یوه ډله ويشتلې او درې يې وژلي دي. د خپل يو سرتېري وژل يې هم منلي دي. په دې پېښه کې، د بل لوري په ډزو کې د میدان وردګو اوسېدونکی او د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت يو غړی «شفيق الله حماد» هم وژل شوی دی. زاويې رسنۍ ته له سيمې څخه يوې سرچينې منلې، چې دغه کسان صرافان دي او جګړه د پيسو پر سر رامنځته شوې ده. يو وژل شوی کس سید احمد نومېږي، چې په تیمورشاهي مارکېټ کې د صرافۍ هټۍ لري، کاروباري کورنۍ يې ده او «سيدان» دي. له نوموړي سره پيسې وې او جګړه د پيسو پر سر رامنځته شوې ده. د اسـ.ـلامـ.ـي امـ.ـارت په يوې امنيتي ډلګۍ کې، چې موږ ترې دغه انځور او مالومات ترلاسه کړي، ويشتل شوی صراف «غل» بلل شوی او وژنه يې لويه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. خو د تيمورشاهي د صرافۍ مارکېټ يو بل صراف دغه اوازې ګمراه کوونکې وبللې او وې ویل: «سيد احمد لوی کاروبار، هټۍ، پلورنځي او پيسې لري، دوی غلا ته څه اړتيا لري. هغه يې پخپلو پيسو وژلی او د غل په نوم يې ليرې غورځولی دی.» 🔶 دويم خبر: په زابل کې سيمييزې سرچينې وايي، د دې ولايت په مرکز کلات ښار کې وړمه شپه د عصمت دانش په نوم دې ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له وجې ځان وژنه کړې ده. د دې ځوان يو کليوال زاويې رسنۍ ته ويلي چې نوموړی له ډېره وخته بې روزګاره او د ډېرو وګړو پوروړی و چې وړمه شپه يې ځان راځړولی او خپل ژوند يې پای ته رسولی دی.

Comments