Hamasa Media
February 25, 2025 at 12:40 PM
ایران کې د سیستان بلوچستان جنوب ته پروت چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره د څو ساعتونو راهیسې په شدیده جګړه بوخت دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان حالوش خبر ورکړی چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم په چټکۍ سره اورېدل کېږي.
یاد سازمان زیاته کړې چې درنې وسلې د ایراني پوځیانو لخوا استفاده کېږي تر څو جګړه ژر مهار او وسله وال له منځه یوسي
تر اوسه د پیښې په سیمه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي خو جګړه په تېزۍ سره روانه ده.
👍
😮
3