
Hamasa Media
160 subscribers
About Hamasa Media
د نړۍ تازه خبرونه، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تفریحي او بیلابیلې مسایل دلته کتلای شئ
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

اسرائیلي بریدونو په ایران کې ۱۴۶ تنه وژلي او ۵۳۲ نور یې ټپیان کړي دي. د هرانا خبري آژانس د راپور له مخې، دا بریدونه د جمعې په سهار پیل شوي او د ایران په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شوي دي. وژل شوو کسانو کې ۳۷ ملکي وګړي، چې ډېری یې په تهران کې وو، او ۱۳ نظاميان شامل دي. راپور زیاتوي چې لږ تر لږه ۳۵ ښځې او ماشومان، یو د سرې میاشتې کارکوونکی، او لسګونه نور ملکي کسان هم د قربانیانو په ډله کې دي.


یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سیانان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، نه یوازې به ایران پر اسرائیل خپل بریدونه زیات کړي، بلکې د سیمې هغه هېوادونه به هم په نښه کړي چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي. هغه ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران د عملیاتو پر وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي، باید دا تمه ولري چې د هغه هېواد پوځي اډې به د ایران راتلونکي هدفونه وي. نوموړي خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.


د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې امریکایي اډې ګواښلي. دغه ځواک پورې تړلې رسنۍ ویلي، چې سپاه پاسداران وایي، راتلونکي کې به جګړه نوره هم پراخه شي. دوی ګواښ کړی، چې سیمه کې به د اسرائیلو د مرسته کوونکو نظامي اهداف له منځه یوسي. خو تر دې وړاندې، د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازولۍ په ملګرو ملتونو کې، د دې سازمان د امنیت شورا په یوه تازه بېړني غونډه کې، له داسې بریدونو څخه د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا پر پوځي اډو او کارکوونکو بریدونه به «سختې پایلې» ولري. بل لوري ته، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شوی، ویلي چې پر ایراني هدفونو بریدونه به دوام ولري.


د ایران د وسلهوالو ځواکونو د استخباراتو مرستیال غلامرضا محرابي او د عملیاتو مرستیال مهدي رباني د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوي دي. د وسلهوالو ځواکونو رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې دواړه قوماندانان د ایران–عراق جګړې برخهوال وو. په تېرو دوو ورځو کې پر ایران د اسرائیلو پراخو او بېسارې بریدونو د ایران یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي له منځه وړي دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي تاسیساتو پر سر شپږم پړاو مذاکرات رد کړل. ټاکل شوې وه، چې دا مذاکرات په عمان کې ترسره شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دوی د اسرائیل تر برید وروسته دا مذاکرات هیڅ معنی نه لري.


پولیتیکو راپور ورکړی چې د آلمان له خوا د افغان کډوالو د بیا میشتولو پروګرام ځنډول، زرګونه افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي. د نوي صدراعظم فریدرش مرتس تر مشرۍ لاندې آلمان د کډوالۍ په اړه سخت دریځه پالیسي غوره کړې. سیاستوال او څېړونکي وایي چې دا بدلون د افغان کډوالو پر وضعیت منفي اغېز کړی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې امریکا هم ورته محدودیتونه لګولي دي. د آلمان چارواکي شک لري چې ځینو افغانانو ناسم اسناد تر لاسه کړي، او ویل شوي چې ځینې له طالبانو سره اړیکې لري.


د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیره او د امریکا د ګټو د دفتر مسووله نادین لوزانو احضار کړې. ایران ویلي، چې متحده ایالات باید د دغو بریدونو مسؤولیت پر غاړه واخلي او ځوابویونکي واوسي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا څانګې عمومي رییس عیسی کاملي مېرمن لوزانو ته ویلي، چې نه شي تصور کېدلی چې د اسراییلو دا یرغلګر بریدونه پر ایران د امریکا له همغږۍ یا شنه څراغ پرته ترسره شوي وي. تر دې وړاندې امریکا ویلي، چې له بریدونو وړاندې خبر وو؛ خو هیڅ وخت په کې مستقیم ښکېل نه دي.


د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په وروستیو بریدونو کې یې په ایران کې د اتومي پروګرام ۹ فعال متخصصین وژلي. په یادو کسانو کې فریدون عباسي، محمد مهدي تهرانچي، امیر حسن فکري، منصور عسکري، عبدالحمید منوچهر، علي بکایي او سعید برجي شامل دي. د اسراییل پوځ وایي، ټول وژل شوي متخصصین او کارپوهان د ایران د اتومي پروژې کلیدي څېرې وې چې مهمه پوهه او د وسلو د پراختیا په برخه کې د لسیزو تجربه یې لرله. د یاد پوځ په وینا، دغه کسانو د ایران د اتومي وسلو د پراختیا په لاره کې مهم رول لوباوه.


د اسراییل په جبل الخلیل او د مړو سمندر (بحرالمیت) په سیمه کې بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي. د العربیه د راپور له مخې، دا بریدونه څو شېبې وړاندې شوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي. هلته لاهم د ایران د الوتکو او توغندیو د برید ویره زیاته ده.


واشنګټن کې د اسراییل سفیر ویلي، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې یوه اسراییلۍ مېرمنه وژل شوې او څلوېښت کسان ټپیان شوي. ایران له تېرې شپې راهیسې پر اسرائیل بریدونه پیل کړي دي. بل لورته بیا ایران ویلي، چې پر دوی شویو بریدونو کې د امریکا لاس دی او هیڅ وخت به دا هیر نه کړي، چې ایراني وګړي د امریکا پر وسلو ووژل شول.
