Hamasa Media
February 25, 2025 at 03:20 PM
د ایران په چابهار کې له دوه ساعتونو سختې جګړې وروسته، ایراني پوځیانو د دوه وسله والو په وژلو سره دغه جګړه پای ته رسولې.
د ایران د بشري حقونو سازمان حالوش ویلي، چې په دې جګړه کې ایراني پوځیانو هم ګڼ شمېر تلفات لیدلي؛ خو تر دې دمه یې د مرګ ژوبلې په تړاو راپورونه نه دي ورکړل شوي.
حالوش زیاته کړې چې سیمه د ایراني پوځیانو لخوا لا هم تر څار لاندې ده او کوښښ کوي چې د یادو دوو تنو وژل شویو وسله والو هویت او جزیات ترلاسه کړي.
😮
1