Hamasa Media
Hamasa Media
February 26, 2025 at 04:49 AM
د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې د امریکا د مرستو بندیدو پر طالبانو جدي اغېز کړی. احمد مسعود د هډسن انستیتیوت سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له نړیوالو مرستو ناوړه استفاده وکړه؛ خو اوس چې دغه سرچینې بندې شوې، د هغوی داخلي اختلافات ډېر شوي دي. هغه زیاته کړې:«د طالبانو داخلي اختلافات واقعي دي؛ خو یوازې دغه اختلافات د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره کافي نه دي.» مسعود د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني وباله او ویلي، چې طالبانو د افغانستان داخلي عواید د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي، پداسې حال کې چې خلک په فقر کې پرېښودل شوي دي. نوموړي د طالبانو هغه ادعا چې ګواکې ټول هېواد یې تر کنټرول لاندې راوستی، بې‌اساسه وبلله او د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې پر حملو یې ټینګار وکړ. هغه ویلي، چې طالبانو د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، د دوحې د بهیر تر ماتې وروسته یوازینی بهیر چې د افغانستان د خلکو باور او پاملرنه یې خپله کړې، د ویانا بهیر دی.

Comments