Hamasa Media
Hamasa Media
February 26, 2025 at 04:49 AM
‏د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره کتلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوریې، لبنان، غزې او د ټولې سیمې د سولې او ثبات د هڅو، د سره سمندر د امنیت او د کښتۍ چلونې د آزادۍ په اړه خبرې کړې. مارکو روبیو پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د «کلیدي اړیکو پیاوړتیا» د ډونالډ ټرمپ د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
👍 1

Comments