Hamasa Media
February 26, 2025 at 06:30 AM
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده، پرون سهشنبه د ارزګان ولایت له د علماوو شورا او قومي مشرانو سره کتلي.
د طالبانو حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې لیدنې پر مهال شیخ هبتالله اخندزاده ټینګار کړی چې علما باید د عامه ذهنیت روښانولو او دین خلکو ته رسولو لپاره لا ډېرې هلېځلې وکړي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې شیخ هبتالله ویلي، چې علما مکلف دي د خلکو د ستونزو د حل او د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره هڅه وکړي.
😮
1