
Hamasa Media
February 26, 2025 at 10:20 AM
د بریتانیا د آنهرد (UnHerd) خبري اژانس ویلي، بيبيسي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوازینۍ فعاله نړیواله رسنۍ ده او د دې لپاره چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، طالبانو ته یې د مالیاتو او خدماتو په نوم سترې پیسې ورکړي.
دغه اژانس ویلي، چې بيبيسي د داسې راپورونو له خپرولو ډډه کوي چې کېدای شي طالبان خپه کړي.
په دې راپور کې ویل شوي چې بيبيسي خپلې پیسې طالبانو ته د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو، لکه د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې لېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د بيبيسي دوه سیالې رسنۍ، یعنې د امریکا غږ اشنا او آزادي راډیو وتړلې.
د طالبانو حکومت ویلي وو چې دغو رسنیو د رسنیزو اصولو درناوی نه کاوه او یو طرفه راپورونه یې خپرول؛ خو بيبيسي ته لا هم اجازه ورکړل شوې چې په افغانستان کې په پښتو او فارسي خپرونې ولري.
که څه هم بيبيسي ادعا کوي چې خپل استقلال یې ساتلی او په خبره یې دا پیسې د برېښنا او د امنیت ساتنې د لګښتونو لپاره طالبانو ته ورکول کېږي.
😮
1