
Hamasa Media
February 26, 2025 at 10:24 AM
طالب چارواکي وایي، چې د کندهار او هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د کندهار د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په میوند، شاهولیکوټ، ژړۍ او اووم، شپږم او پنځم امنیتي زونونو کې ۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.
همداراز، د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ د دې ولایت په قلعه، ګرشک، باباجي، نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۶ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ فراه ولایت کې هم سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي وه.
😢
1